د طالبانو خپلمنځي اختلافونه

د ډپلوماټ مجلې شننه: د طالبانو رسمیت پېژندنه به دوی لا سره وویشي

د روسیې له لوري د طالبانو د حکومت رسمي پېژندنې، چې د روان کال د جولای په درېیمه ترسره شوه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د «زړور اقدام» په توګه وستایله او له نورو هېوادونو یې هم ورته غوښتنه وکړه. خو څېړونکي وایي، دا ډول پېژندنه نه یوازې د طالبانو د واک دریځ نه پیاوړی کوي، بلکې کېدای شي د دغه ډلې دنني اختلافونه لا پسې ژور کړي.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان پر کابل واکمن شوي، د افغانستان اقتصاد سقوط کړی. نږدې ۷۵ سلنه بودیجه چې د نړیوالو مرستو پر مټ پوره کېده، بنده شوې او د شاوخوا ۷ میلیارده ډالرو شتمني د بندیزونو له امله کنګل شوې. نړیواله رسمیت پېژندنه او د بندیزونو لرې کېدل کېدای شي د طالبانو لپاره د نویو عوایدو لارې پرانیزي؛ لکه د بانکي لارو کارول، د ګمرکونو زیات عواید، د سوداګریزو دهلیزونو امنیتي تړونونه او د کانونو امتیازات. خو همدغو سرچینو ته لاسرسی په خپله د طالبانو تر منځ د لانجو او سیالیو د زیاتېدو لامل کېدای شي.

طالبان اوس هم د دیني عالمانو او بېلابېلو ډلو د یو ځای ساتلو پر بنسټ واکمني کوي. د کندهاري طالبانو ډله د هبت الله اخندزاده تر مشرتابه لاندې ده، حال دا چې د حقاني شبکه د سراج الدین حقاني په مشري یوه بله مهمه څانګه جوړوي. له ملیتي اړخه هم اختلافونه شته، ځکه د طالبانو په منځ کې د تاجک، ازبک او هزاره قوماندانانو برخه هم محدوده ده، او ډېری وخت د سرچینو د وېش پر سر شخړې را ولاړېږي.

په تېرو کلونو کې ګڼ راپورونه خپاره شوي چې د دولتي څوکيو او کانونو د عوایدو پر سر جګړې حتا خونړۍ شوي. د مثال په توګه، په فبروري ۲۰۲۵ کې طالبانو په بدخشان کې څو سیمه ییز مشران اعدام کړل، ځکه هغوی د طالبانو تر واک لاندې د سرو زرو د یوه کان پر وړاندې اعتراض کړی و. دغه راز، د اقربا پالنې د مخنیوي لپاره که څه هم اخندزاده فرمان ورکړی و، خو د ملګرو ملتونو وروستي راپورونه ښيي چې ډېری پوستونه لا هم د هغه د نږدې کسانو په لاس کې دي.

له دې سره، نړیوال فشارونه هم د طالبانو پر اوږو بار زیاتوي. پېژندنه یوازې امتیاز نه دی، بلکې له مسوولیتونو سره هم مل ده؛ لکه د بشري حقونو درناوی، د نجونو د زده‌کړو اجازه او د حکومت ټول‌شموله کېدل. د سرحدونو مدیریت، د تړونونو عملي کول او د ترهګرۍ مخنیوی هغه موارد دي چې نړیوال یې له طالبانو غواړي. خو طالبان په دواړو برخو کې کمزوري دي او په خپلو منځونو کې ګډې اجماع ته نه رسېږي.

د نجونو پر زده‌کړو د بندیز دوام، د حکومتي جوړښت د ټول‌شموله کېدو نشتوالی، او د ګاونډیو هېوادونو سره وخت په وخت وسله‌والې نښتې د دې څرګندې بېلګې دي. همدارنګه، د القاعده، داعش-خراسان او نورو وسله‌والو ډلو شتون د طالبانو د بې اتفاقۍ او د مرکزي قوماندې د نشتوالي ثبوت ګڼل کېږي.

تر ټولو ستره ستونزه بیا د طالبانو د هویت مسئله ده. د دوی ډېری جنګیالي د «جهاد او مقاومت» په نوم جګړې ته ورغلي وو او اوس د نړیوالو غوښتنو منل د هغوی له نظره د خپلو اصولو خلاف دي. دغه وضعیت د داعش-خراسان په څېر ډلو ته زمینه برابروي چې طالبان د «پردیو ګوډاګي» معرفي کړي او د هغوی دننه واټنونه لا پسې زیات کړي.

شنونکي باور لري چې نړیواله پېژندنه، که څه هم د طالبانو لپاره د عوایدو نوې سرچینې پرانیزي، خو په عین حال کې یې د واک په داخل کې اختلافونه ژوروي، د فساد خطر زیاتوي او د هویت بحران ته لاره هواروي. په پایله کې، دا به نه یوازې د افغانستان د ثبات لپاره ګټوره نه وي، بلکې کېدای شي د ناامنۍ او بې‌ثباتۍ یو نوی فصل پرانیزي.

په همدې لړ کې د طالبانو دننه د اختلاف یوه ښکاره بېلګه د عباس ستانکزي قضیه ده. نوموړي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر و، څو ځله د نجونو د تعلیم ملاتړ وکړ او ښوونځیو ته د هغوی د تګ پر اهمیت یې ټینګار وکړ. خو د کندهار د سخت‌دریځه رهبرۍ د مخالفت له امله هغه نه یوازې له خپل دریځ څخه شا ته وتمبول شو، بلکې په پای کې له هېواده وتلو ته اړ شو.

دا پېښه ښيي چې د نړیوالو غوښتنو او د طالبانو د دنني سختدریځ دریځونو تر منځ درز ورځ تر بلې پراخېږي. که نړیواله پېژندنه د طالبانو پر اوږو د لا زیاتو مسوولیتونو بار واچوي، ښايي د ستانکزي په څېر نور معتدل غړي رامخې ته شي او د ډلې دننه درزونه په یوه جدي بحران بدل شي.