د طالبانو خپلمنځي اختلافونه

سرچینې: د طالبانو مشر د ملا شیرین په انحصار کې دی

عکس از راست به چپ، هبت‌الله آخندزاده رهبر طالبان و ملا شیرین، والی طالبان در قندهار

د هبت‌الله اخوندزاده له دفتر او د کندهار له ولایت څخه باوري سرچینې آمو ته وایي چې د کندهار والي ملا شیرین هڅه کوي د طالبانو مشر د هېواد له حالاتو او د کندهار د خلکو له ستونزو ناخبره وساتي.

د سرچینو په وینا، ملا شیرین د رهبر د دفترونو بشپړ کنټرول په لاس کې اخیستی او د فساد او د طالبانو د چارواکو د ناوړه مدیریت اړوند شکایتونه او راپورونه د هبت‌الله اخندزاده تر غوږه نه پرېږدي.

سرچینې زیاتوي چې د طالبانو مشر د کندهار ولایت په ودانۍ کې دوه دفترونه جوړ کړي دي؛ یو د بېړنیو غوښتنو لپاره او بل د ورځنیو چارو لپاره. خو ټولې غوښتنې او شکایتونه د رهبر تر لاسه کېدو مخکې، لومړی د ملا شیرین له لوري فلټر او کنټرولیږي.

همدارنګه سرچینې وایي چې د کندهار ولایت د دروازې مخې ته د خلکو د بېړنیو شکایتونو د راټولولو لپاره یو ژېړ کانټینر ایښودل شوی، خو د سرچینو په وینا، دغه لاره هم د کندهار والي بنده کړې او هېڅ راپور په مستقیم ډول د هبت‌الله اخندزاده تر لاسه نه رسېږي.

تر دې سربېره، د طالبانو د رهبر د دفتر مالي او اداري مسوول مولوي رحماني ته نږدې سرچینو تایید کړې چې ملا شیرین د خپل پراخ نفوذ په وسیله د ځینو شکایتونو د رهبر تر لاسه کېدو مخه نیسي.

د افغانستان اوسېدونکي وایي چې د خلکو حیاتي غوښتنې او ستونزې د طالبانو لپاره هېڅ لومړیتوب نه لري.

د کابل یو اوسېدونکی وایي: «څلور کاله کېږي طالبان پر افغانستان واکمن شوي، خو خلکو ته یې هېڅ د پام وړ خدمت نه دی کړی. ظلم او استبداد ورځ تر بلې زیاتېږي او ښځې او نجونې له ټولنې ایستل شوي دي.»

بل اوسېدونکی زیاتوي: «خلک بېچاره شوي، آن د خوراک ډوډۍ نه پیدا کوي. مکتبونه او پوهنتونونه تړل شوي او زموږ لوڼې بې برخلیکه پاتې دي.»

په تېرو څلورو کلونو کې کندهار د طالبانو د واکمنۍ اصلي مرکز ګرځېدلی. کارپوهان او اوسېدونکي وایي چې هبت‌الله اخندزاده پرته له دې چې په مستقیم ډول د خلکو او رسنیو مخې ته راشي، د کندهار له لارې د محدودو فرمانونو په صادرولو افغانستان په بشپړ نړیوال انزوا کې ډوب کړی او د انساني او ټولنیزو ازادیو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، ټغر یې ټول کړی دی.

ځینې آګاهان باور لري چې د طالبانو مشر د کندهار په کچه د قدرت په متمرکزولو او په کابل کې د وزیرانو، په ځانګړي ډول د حقاني شبکې د غړو د واکونو په محدودولو سره هڅه کوي د طالبانو د واکمنۍ په جوړښت کې محوري او ټاکونکی رول ولوبوي.