د طالبانو خپلمنځي اختلافونه

سرچینې: طالبان یو ځل بیا د وزارتونو د کارکوونکو شمېر کموي

باروي سرچینې آمو ته وایي، طالبان هڅه کوي چې یو ځل بیا د وزارتونو او ادارو د کارکوونکو شمېر کم کړي. سرچینو آمو ته تایید کړې چې تر اوسه د بستونو د تنقیص تازه حکم د طالبانو دفاع او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو ته ورکړل شوی دی.

د سرچینو په وینا، د طالبانو د دې پرېکړې له مخې د دفاع او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو لس سلنه د کارکوونکو بستونه به کم شي. طالبانو له دغو دوو وزارتونو غوښتي چې د کارکوونکو د کمولو لپاره اړین کسان ور وپېژني.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې مخکې هم په ځینو ادارو او وزارتونو کې د کارکوونکو شل سلنه بستونه کم کړي وو.

درې باخبره سرچینو تر دې وړاندې آمو ته ویلي وو چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د خپلو نږدې څېرو او باورمنو کسانو د ساتلو لپاره د دولتي تشکیلاتو د شل سلنې د کمولو د طرحې، چې د “تنقیص” په نوم یادیږي، د تطبیق مخه نیولې ده.

مخکې دوو نورو باخبره سرچینو آمو ته راپور ورکړی و چې د طالبانو د مالیې وزارت د همدې طرحې د نه‌تطبیق له امله د کورنیو چارو وزارت د کارکوونکو د تنخوا ورکول ځنډولي وو.