افغانستان

غزني کې په دوو ترافیکي پېښو کې اووه تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

غزني کې د طالبانو تر ادارې لاندې د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز او قره باغ ولسوالۍ کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله یو تن مړ شوی او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر خبري اژانس د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند خالد سرحدي له قوله راپور ورکړی، چې لومړۍ پېښه د کابل ـ کندهار پر لویه لاره، د قرباغ ولسوالۍ د باران‌کلا په سیمه کې د دوو وړو مسافر وړونکو موټرو د ټکر او دویمه پېښه د مرکز اړوند قرباغي سیمه کې د موټر او موټرسایکل د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

تر دې وړاندې، په بدخشان ولایت کې په دوو جلا ترافيکي پېښو کې اووه تنه مړه شوي او يو تن ټپي شوی دی، چې د ټپي روغتيايي حالت «ناوړه» بلل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد اوسېدونکي وايي، په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ترافيکي پېښې بې‌ساري زياتې شوې دي.

د دوی په وينا، د سړکونو خرابوالی، د ترافيکي نښو نشتوالی او د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي د دغو پېښو له اصلي لاملونو څخه دي.