د طالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه

د طالبانو د واکنمۍ څلورمه کلیزه؛ یوه نجلۍ د خپل هنر له لارې نړۍ ته پیغام ورکوي

یوه انځورګره نجلۍ وايي چې د زده‌کړو له محرومیت څخه د خلاصون لپاره یې په تېرو څلورو کلونو کې انځورګرۍ ته مخه کړې ده.

صفا ټینګار کوي چې غواړي د انځورګرۍ له لارې د افغانو نجونو وړتیاوې او خلاقیت نړیوالو ته وښيي.

هغه همداراز د هنرمندانو د ملاتړ لپاره د فرصتونو د نشتوالي په اړه اندیښنه لري او وايي چې په هېواد کې هنرمندان اوس مهال له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ دي. په دې راپور کې له صفا سره چې انځورګري کوې خبرې شوې دي.

د دې لپاره چې د زده‌کړې او تحصیل له محرومیت او فشار ځان خلاص کړي، انځورګرۍ یې ته مخه کړې ده.

صفا وايي، غواړي د هنر په ژبه خپلې ناویلې خبرې نړۍ ته ورسوي. هغه ټینګار کوي چې شاوخوا څلور کاله کېږي په انځورګرۍ بوخته ده.

صفا وايي: «زه غواړم د خپل هنر له لارې خبرې وکړم. غواړم د چوپتیا په ژبه خپل وطنوال او ټوله نړۍ ته خپل هنر وروښیم. دا کار ماته ډېره الهام‌بخشي راکوي او زه ترې مثبته انرژي اخلم.»

صفا وايي چې د هنر لسګونه اثار لري او ډیری یې د خلکو کیسې بیانوي. که څه هم د هغې او په هیواد کې د میلیونونو نجونو، په ځانګړې توګه د نجونو زده کوونکو لپاره لاره له خورا ډېرو ستونزو ډکه ده.

او همداراز ډیر بندیزونه او محدودیتونه شتون لري، خو صفا ټینګار کوي چې هغه د روښانه سبا لپاره هڅه کوي.

هغه په دوام کې د هنرمندانو وضعیت ته د بې پروایۍ په اړه وایي چې په هیواد کې هنرمندان اوس مهال په سخت اقتصادي حالت کې دي.

صفا زیاتوي: «افسوس چې د نقاشۍ او نورو هنرونو په برخه کې هېڅ ډول پاملرنه نه ده شوې. زموږ هیله دا ده چې موږ ته پام وشي، ملاتړ مو وشي، په ټولو برخو کې. ترڅو وکولای شو خپل هنر ټولې نړۍ ته وښیو، او نړۍ ته دا هم څرګنده کړو چې د افغانستان نجونې پیاوړې دي او وړتیا لري.»

په تیرو څلورو کلونو کې واک ته له رسیدو وروسته، طالبانو په هیواد کې جدي محدودیتونه او بندیزونه ولګول، په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د کار کولو، تعلیم او روزنې حق باندې. هغه محدودیتونه او بندیزونه چې لاهم د جدي کورنیو او نړیوالو اعتراضونو سره سره دوام لري. د دې محدودیتونو او بندیزونو په پایله کې، اوس مهال له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کوونکي او محصلینې اجازه نه لري چې ښوونځي او پوهنتون ته ولاړې شي.

خو بیا هم نجونې او ښځې په هېواد کې له هرې ممکنې لارې هڅه کوي چې د سختو بندیزونو او محدودیتونو له درنو دېوالونو تېرې شي، تر څو روښانه سبا ته ورسېږي.