ښځې

کابل کې ارایشګرانې د طالبانو له‌خوا د غیر اخلاقي وړاندیزونو ادعا کوي

کابل کې یو شمېر ارایشګرانې ادعا کوي، چې د کابل امنیتي حوزو یو شمېر طالب ځواکونه له دوی سره د ناوړه چلند تر څنګ، غیر اخلاقي وړاندېزونه هم کوي.

دغه ارایشګرې ښځې له آمو سره په خبرو کې دا ادعا هم کړې، چې یو شمېر طالبانو له دوی سره په اړیکه کې، له دوی د شخصي او غیر اخلاقي ملاقاتونو غوښتنه کړې ده.

د آمو د دغه ځانګړي راپور په دوام کې، یو شمېر هغه ښځې چې دغو پټو سینګارتونونو ته د سینګار لپاره ورغلې وې، وایي چې طالبانو د سینګارتونونو د پلټنې پر مهال، دوی یې په بد اخلاقۍ تورنې کړې دي.

په دغه راپور کې زموږ همکارانو دا هڅه کړې ده، چې د طالب چارواکو غبرګون هم له ځانه سره ولري، خو د طالبانو ویاند، د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند او کابل کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند، د دغه راپور تر خپرېدو پورې د آمو پوښتنې بې ځوابه پرېښې دي.

دغه ارایشګرانې چې د امنیتي ستونزو له امله نغواړي نومونه یې واخیستل شي، د دوی د خوندیتوب په موخه، هویتونه یې پټ ساتل شوې دي. دغو ښځینه ارایشګرانو همداراز ویلي، چې د طالبانو د دا ډول غوښتنو ته د رد ځواب په صورت کې، له ګواښونو او پلټنو سره مخ کېږي. راپور کې د مرکه شویو کسانو غږونه هم د دوی د خوندیتوب لپاره نه دي خپاره شوي.

یوه ارایشګره ښځه آمو ته وايي: «د حوزې له آمر سره د واټسپ له لارې په اړیکه کې وو، تل یې عاشقانه سټیکرونه استول، یوه ورځ د پیسو د ورکړې پخاطر چې زما سینګارتون را ته و نه تړي، خوا ته یې ورغلم، زما خوا ته یې په عجیبه بڼه کتل. کله چې کور ته ورسېدم، ما ته یې زنګ وواهه او یو شمېر خیر اخلاقي وړاندیزونه یې وکړل او و یې ویل چې که چیرې یې و منم، نوره اړتیا نشته چې حوزې ته پیسې ورکړم، خو ما خپل سینګارتون وتاړه او یوې بلې سیمې ته مې کډه وکړه.»

د آمو په دې ځانګړي راپور کې مو هڅه وکړه چې د طالبانو د ویاند، د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د ویاند او دغه راز د کابل د پولیسو د ویاند غبرګون هم له ځانه سره ولرو، خو د دې راپور د خپرېدو تر شېبو پورې دغو چارواکو د آمو پوښتنې بې ځوابه پرېښې دي.

له دې ور هاخوا، یو شمېر ښځې چې دغو پټو سینګارتونونو ته د سینګار لپاره تللې وې، آمو سره په خبرو کې ویلي، چې د امر بالمعروف وزارت یو شمېر محتسبینو د سینګارتونونو د پلټنې پر مهال، دوی ته سپکې سپورې کارولي او په بد اخلاقۍ یې تورنې کړې دي.

له دې ټولو سره، باخبره سرچینو مخکې هم ویلي و، چې طالبانو په تېرو څو ورځو کې، پر هغو ښځينه سینګارتونونو چاپې وهلې دي، چې په پټه یې فعالیت کاوه او یو شمېر آرایشګرانې یې هم له ځانه سره بیولي وو.

د سرچینو په خبره، طالبانو د دغو سینګارتونونو توکي ضبط کړل او آریشګرانې یې تر څو ساعته پلټنې او پوښتنو وروسته خوشې کړلې. دغه راز یو شمېر ارایشګرو ښځو هم آمو ته ویلي، چې د طالبانو امنیتي حوزې د دوی د فعالیت په بدل کې، له دوی له لس زره تر سل زره افغانۍ پيسې اخیستې دي، خو بیا هم د امر بالمعروف وزارت د محتسبینو له لوري نیول شوې وې.