افغانستان

ملګري ملتونه: اندونیزیا د افغان ښوونځیو د تغذیې پروګرام لپاره ۳.۵ میلیونه ډالره مرسته کړې

د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام د اندونیزیا د حکومت له لوري د ۳.۵ میلیونه ډالرو مرستې هرکلی کړې او ویلي یې دي، چې د دغو مرستو موخه په افغانستان کې د ښوونځیو د تغذیې پروګرامونو ملاتړ دی.

د خوړو د نړيوال پروګرام په وینا، دغه مرسته به د ۱۲۰۰ ټنه مقوي بسکویټو د برابرولو امکان رامنځته کړي، چې د درېیو میاشتو لپاره به د شاوخوا ۲۰۰ زره نجونو او هلکانو د ښوونځیو د تغذیې اړتیاوې پوره کړي.

رینا ستیواتي، چې د اندونیزیا د بهرنيو چارو وزارت د نړيوالې پراختيايي همکارۍ رئیسه ده، وویل: «اندونیزیا باور لري چې زده‌کړه او مناسبه تغذیه د ماشومانو د هوساینې او ودې لپاره حیاتي ارزښت لري. موږ د نړيوالې همبستګۍ په چوکاټ کې له ملګرو ملتونو سره کار کوو څو اړمنو کسانو ته ضروري مرستې ورسول شي. موږ باور لرو چې زموږ مرستې به د افغان ماشومانو د ښوونځیو لپاره مناسبه تغذیه ډاډمنه کړي او هغوی ته به روښانه راتلونکی برابر کړي.»

د خوړو نړيوال پروګرام وايي چې د دې سازمان د تغذیې پروګرامونو په افغانستان کې د زده‌کوونکو په حضور، دوام او تعلیمي پرمختګ کې مهم رول لوبولی.