افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې د شاتو مچیو ۳۰۰۰ فارمونه له مرستو برخمن شوي

انځور له ارشیف څخه

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وایي، چې له تېر کال راهیسې تر اوسه پورې په افغانستان کې د شاتو د مچیو ۳۰۰۰ فارمونو ته مرستې ورکړل شوي دي.

د دې ادارې په وینا، دغه فارمونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د کورنیو لخوا پرمخ وړل کېږي.

په دغو مرستو کې، د شاتو مچیو روزنې وسایل او مسلکي روزنیز پروګرامونه شامل دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وایي، چې دغه مرستې د دوی د مالي شریکانو په ملاتړ ترسره شوي دي.

یاد سازمان په خپله ټولنیزه شبکه “ایکس” کې لیکلي: «د شاتو مچیو روزنه کورنیو ته، په ځانګړي ډول ښځو ته، مغذي خواړه او خوندي عایداتي سرچینه برابروي.»

ملګري ملتونه ټینګار کوي، چې د شاتو محصول په افغانستان کې یوه ارزښتناکه اضافه عایداتي سرچینه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د شاتو د مچیو یو شمېر مالکان د خپلو تولیداتو لپاره د مناسب بازار له نشتوالي شکایت لري.

دوی وایي، سره له دې چې د شاتو د تولید لګښتونه لوړ دي او اقتصادي وضعیت هم سخت دی، خو د دوی تولیدات ښه بازار نه لري، چې دا چاره یې پر کار دوام له جدي ستونزو سره مخ کړې ده.