په نورستان ولایت کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي، چې د دې ولایت د دوآب ولسوالۍ په یوه کان کې د چاودنې له امله اته کسان وژل شوي دي.
د نورستان د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د چهارشنبې په ورځ، د زمري په ۱۵مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پېښه د دوآب ولسوالۍ د «کوه ماوي» کان کې رامنځته شوې ده.
د طالبانو د معلوماتو له مخې، چاودنه د کان د تونل دننه هغه مهال شوې، کله چې کارګرانو د چاودېدونکو موادو د چمتو کولو چارې ترسره کولې.
طالب چارواکو زیاته کړې، چې د دې پېښې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي دي.
یاده پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې نږدې یوه اونۍ وړاندې هم د بغلان ولایت د کرکر کان کې ورته چاودنه شوې وه، چې له امله یې شپږ تنه وژل شوي وو.
په افغانستان کې د کانونو کیندنه زیاتره غیرمعیاري او د ابتدايي وسایلو په کارولو سره ترسره کېږي، چې له امله یې کان کیندونکي د ناڅاپي مرګ ژوبلې له جدي خطرونو سره مخ دي، په داسې حال کې چې ډېر لږ مزد هم ترلاسه کوي.
