بشري حقوق

سرچینې: نیول شوې ښځې د طالبانو امنیتي پوستو او د کورنیو چارو وزارت ته لېږدول شوي دي

سرچینې آمو ته وايي، هغه ښځې چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو له‌خوا د طالبانو د خوښې «حجاب» نه‌درلودو په تور نیول شوي، د دوی تر ادارې لاندې امنیتي پوستو او د کورنیو چارو وزارت ته لېږدول شوي دي.

سرچینو ویلي، چې د دغو ښځو یوه برخه د خپلو کورنیو د هڅو په پایله کې، د ژمن‌لیک په لاسلیکولو سره خوشې شوې دي؛ خو یو شمېر نورې لا هم تر توقیف لاندې دي.

د یادو ښځو د کورنیو ځینې غړي وايي، سره له دې چې د خپلو مېرمنو او لوڼو د خلاصون په بدل کې یې ژمن‌لیکونه ورکړي، طالبان ورڅخه پیسې هم غوښتي دي، او هغه ښځې چې د نیولو پر مهال یې مقاومت کړی، د پوښتنو او ګروېږنو پر مهال «وهل شوې» هم دي.

سرچینې زیاتوي، چې په دې نیونو کې د لسمې امنیتی حوزې ځواکونو او د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو په ګډه عملیات کړي دي.

تر دې وړاندې، سرچینو د طالبانو له خوا د کابل «نوي ښار» له سیمې څخه د لسګونو ښځو د نیولو ویډیويي صحنې هم آمو ته لېږلې وې او د دغو نیونو پخلی یې کړی و.

ځینې هغه ښځې چې د ضمانت په شرط له طالبانو خوشې شوې، آمو ته ویلي، چې د طالبانو امر بالمعروف محتسبینو د چهارشنبې په شپه، پرته له کوم دلیل نه، ښځې او نجونې له درملتونونو، رسټورانټونو او د نوي ښار (شهر نو) له سیمې څخه د بازار پر مهال نیولي او امنیتي حوزو ته یې انتقال کړي دي.

له دې سره، د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند آمو ته په یوه اړیکه کې د کابل ښار د ښځو د نیونې راپورونه رد کړي؛ خو وايي، په ټول هېواد کې «د حجاب د ارزښت او تطبیق په اړه د پوهاوي کمپاین روان دی».

د امر بالمعروف وزارت ویاند ویلي، چې «څوک نه دي نیول شوي او نه هم زنداني شوي»، بلکې د دوی محتسبین «یوازې په بازارونو کې د حجاب د رعایت په اړه تبلیغ او سپارښتنه کوي».