بشري حقوق

سرچینې: پکتیکا کې طالبان خلک د «زکات» تر نامه لاندې د زیاتو مالیاتو ورکړې ته اړ باسي

له پکتیکا ولایت څخه ځايي سرچینو آمو ته ویلي، چې طالبان د دغه ولایت د بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکي اړ باسي تر څو د «زکات» تر نامه لاندې درانه مالیات ورکړي.

د سرچینو په وینا، طالبان داسې مهال خلک د زکات ورکړې ته مجبوروي، چې د پکتیکا اوسېدونکو ته «هیڅ خدمات» نه وړاندې کوي، او د دې ولایت خلک حتی د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي.

په یوه مکتوب کې چې یوه کاپي یې آمو ته رسېدلې، طالبانو له پکتیکا مېشتو غوښتنه کړې چې خپل «زکات» دې هغوی ته وسپاري، او دا یې هغه څه بللي چې دوی یې «بیت‌المال» ګڼي.

له بلې خوا، طالبانو په همدې مکتوب کې د پکتیکا اوسېدونکي ګواښلي، چې که د دوی له دې حکم سرغړونه وکړي، نو له جدي چلند سره به مخ شي.

آمو نشي کولای په خپلواکه توګه دا تایید کړي، چې دغه لیک رښتیا هم د طالبانو له لوري صادر شوی که نه.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.