د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر، علي احمد جلالي د جمعې په ورځ په ایکس کې، ویلي چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره د روسیې پرېکړه تر ډېره «یوه ارزانه هڅه ده چې تر څو د مسکو امنیتي اندېښنې کمې کړي.»
د ښاغلي جلالي په وینا، مسکو هڅه کوي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان څخه راولاړېدونکي ګواښونه، په ځانګړې توګه د داعش خراسان خطر، په سیمه کې مدیریت کړي.
هغه ټینګار وکړ چې دا پرېکړه به یوازې محدود سیمهییز اغېز ولري، ځکه چې د طالبانو اداره تر اوسه د نړیوالو قدرتونو او د ملګرو ملتونو په څېر نړیوالو بنسټونو لهخوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې.
جلالي همداراز خبرداری ورکړ چې دا ډول بهیرونه کېدای شي د حکومتونو د نړیوال مشروعیت لپاره ناوړه پایلې ولري او وسلهوالې ډلې وهڅوي چې د زور له لارې واک ته ورسېږي.
د روسیې خبري آژانس «ریانووستی» د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې مسکو طالبان په رسمیت پېژندلي ديږ
یادې رسنۍ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له سرچینو څخه په نقل ویلي، چې دا اقدام د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په سپارښتنه او د ولسمشر ولادیمیر پوتین په تائید ترسره شوی دی.