سیاست

متقي: قزاقستان د طالبانو د سفیر د منلو ژمنه کړې ده

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وزیر، امیرخان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي، چې قزاقستان د دوی د سفیر د منلو ژمنه کړې او ډېر ژر به د طالبانو یو ډیپلوماټ معرفي شي.

ښاغلي متقي دغه څرګندونې، کابل کې د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو وزارت د یو کلن کاري راپور د وړاندې کولو په غونډه کې، وکړې.

نوموړي وویل، چې په تېر یو کال کې یې روسیې، ترکیې او پاکستان ته هم د طالبانو سفیران معرفي کړي، او دا کار یې د خپل وزارت یو مهم لاسته‌راوړنه بللې ده.

د متقي په وینا، تر دې وړاندې د اماراتو متحده عرب، ازبکستان او چین هم د طالبانو سفیران منلي دي.

هغه د روسیې له لوري د طالبانو د حکومت رسمي پېژندنه «یوه بې‌سارې او مهمه لاسته‌راوړنه» وبلله، او دا یې د طالبانو او سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا نښه وبلله.

متقي زیاته کړه، چې د تېر یو کال په موده کې یې جرمني، ناروې، هند او اندونیزیا ته هم خپل دیپلوماتان معرفي کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وویل: «موږ ټولو هېوادونو ته یادونه کوو چې اسلامي امارت د متوازنې بهرنۍ پالیسۍ پر بنسټ، د متقابل درناوي، ګډو ګټو او ګډو ګواښونو په نظر کې نیولو سره د تعامل لپاره چمتو دی.»

نوموړي ټینګار وکړ، چې د ده په مشرتابه کې د بهرنیو چارو وزارت په تېرو دولسو میاشتو کې د طالبانو د نږدې ۱۰۰ پلاویو د سفرونو هماهنګي او تسهیل کړی دی.

هغه دا هم وویل، چې د دوی بهرنۍ تګلاره اقتصاد–محوره او متوازنه ده، او د همدې پالیسۍ له مخې، له ټولو هېوادونو سره د اړیکو جوړولو ته چمتو دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې روسیې تازه طالبان رسمي پېژندلي، خو تر دې دمه هېڅ بل هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

بل‌خوا، نړیوالې ټولنې د طالبانو د بیا واکمنۍ له نږدې څلورو کلونو راهیسې، پر بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو پر حقونو ټینګار کړی دی.

د بشر د حقونو درناوی، له ترهګرۍ او نشه‌یي موادو سره مبارزه، او د ټول‌ګډونه حکومت جوړول هغه مهم شرایط دي، چې نړیوالې ټولنې د طالبانو د رسمي پېژندنې لپاره مطرح کړي دي.