سیاست

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست: د نړیوالې محکمې پرېکړه سیاسی انګیزه لری

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د طالبانو د مشر او سترې محکمې رییس د نیونې په تړاو د جرمونو نړیوالې محکمې د حکم صادرېدل وغندل او دا یې ظالمانه او سیاسي تصمیم وباله.

دغه د دې پرېکړې په غبرګون کې وايي، دغه حکم د سیاسي انګېزو له کبله صادر شوی او د طالبانو له انده حقوقي اعتبار نه‌لري.
متقي ټینګار کوي چې د دې حکم پر وړاندې هېڅ راز مسوولیت نه مني او هغه د نه اجرا وړ بولي.

دغه راز د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په بګرام هوايي اډه کې د چین په ګډون د بهرنیو ځواکونو شتون له حقیقته لرې بولي او ادعا کوي چې په افغانستان کې یو بهرنی نظامي هم شتون نه‌لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د هبت‌الله اخندزاده او د دوی د سترې محکمې د رییس د نیونې په تړاو د جرمونو د نړیوالې محکمې صادر شوی حکم په کلکه وغانده او هغه یې ظالمانه او سیاسي وباله.

متقي دلته په بهرنیو چارو وزارت کې ټینګار کوي چې د محکمې دغه حکم د سیاسي موخو او غرضونو پر بنسټ صادر شوی دی.

دغه راز متقي په دې ناسته کې په بګرام هوايي اډه کې د چین د حضور په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته هم تند غبرګون وښود.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي، وايي: «که چېرې افغانانو بهرني ځواکونه منلي وای، نو شوروي اتحاد به یې منلی وای، دومره هجرت به نه کېده.که چېرې افغانانو بهرني ځواکونه منلي وای، د امریکا او ناټو شتون به یې منلی وای. اسلامي امارت(طالبان) او د افغانستان خلک په یوه انچ خاوره کې د بهرنیو ځواکونو شتون نه مني. که مونږ تعامل کوو نو سیاسي، ډیپلوماتیک او اقتصادي تعامل دی.»

ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته لږترلږه شل ځله د بګرام اډې نوم یې یاد کړی او ویلي یې دي، باید دغه اډه نه وای خوشې شوې.

د امریکا ولسمشر هر ځل چې د بګرام په اړه یې خبرې کړي نو ورسره یې د چین نوم هم یاد کړی دی.

په وروستي ځل ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ د چنګاښ په اولسمه د خپلې کابینې په ناسته کې د بګرام اډې نوم یاد کړ او یوځل بیا یې وویل، که ولسمشر وای نو دغه اډه به یې ساتلې وای، هغه ځای چې د ده په وینا دا مهال د چین په اختیار کی ده.

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، وايي: «په افغانستان کې، زما په نظر زمونږ په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې لحظه وه. که چېرې مونږ وتلو نو زه هغه کس وم چې هغوی مې ښکته راوستل. ما بګرام، هغه لویه هوايي اډه ساتله چې اوسمهال د چین په کنترول کې ده، په نړۍ کې د پروازونو تر ټولو پیاوړې لیکې، ډېر پلن، له کانکریټو او فولادو، هر راز الوتکې کولای شول څو هلته ښکته شي او مونږ به اوس یو ساعت واټن درلود، له هغه ځایه چې چین خپلې اتومي وسلې جوړوي. ما هغه ساتله.»

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د دې وزارت د دیپلوماسۍ له انسټېټیوټ څخه د دیپلوماتانو په فراغت غونډه کې له امریکا او غربي هېوادونو سره د مثبت تعامل غوښتنه هم وکړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي، وايي: «له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل غواړو. هغه هېوادونو چې تراوسه اقدام نه دی کړی، له امریکا او غربي هېوادونو سره مثبت تعامل غواړو، له هغوی سره دیپلوماتیکې اړیکې غواړو، له هغوی سره اقتصادي اړیکې غواړو.»

دا په داسې حال کې ده چې تازه روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی، هغه اقدام چې د نړیوالو بشري حقونو د بنسټونو، فعالانو، د افغانستان د یو شمېر خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو له تندو غبرګونونو سره مخ شوی دی.