سیاست

روسیې طالبان د مسکو په ناسته کې د ګډون لپاره بللي دي

د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي نن د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په ټلیفوني خبرو کې ګډون کړی دی.

د طالبانو په وینا، په دې ټلیفوني تماس کې لاوروف متقي ته رسمي بلنه ورکړې چې د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزو خبرو لپاره په راتلونکې “د مسکو فارمیټ” ناسته کې برخه واخلي.

په هغه اعلامیه کې چې طالبانو خپره کړې، راغلي چې دا اړیکه د روسیې له‌خوا د طالبانو تر رسمي پېژندنې وروسته شوی، او د خبرو مهم تمرکز د سیاسي اړیکو پیاوړتیا، د اقتصادي همکاریو پراختیا، او د سیمه‌ییزو تحولاتو ارزونه وه.

امیرخان متقي د روسیې له لوري د طالبانو د رسمي پېژندنې پرېکړه ستایلې او دا یې د دواړو هېوادونو د اړیکو په مسیر کې یو “مهم تحول” بللی دی.

هغه ویلي، چې دا پرېکړه به د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او همداراز د افغانستان د نړېوالې ټولنې سره د یوځای کېدو زمینه برابره کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، متقي دغه‌راز له روسیې سره د نشه‌يي موادو د قاچاق پر ضد مبارزه، د سیمه‌ییزو پروژو پراختیا، او د ترانسپورتي دهلېزونو د فعالولو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې سرګي لاوروف د طالبانو رسمي پېژندنه “د نوو همکاریو فرصت” بللی او ټینګار یې کړی چې سیمه‌ییز میکانېزمونه لکه د مسکو فارمیټ کولای شي له طالبانو سره د تعامل لپاره مهم رول ولوبوي او د دوی ګډون به د سیمې ثبات ته هم مرسته وکړي.