د طالبانو تر ادارې لاندې د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو نن (پنجشنبه) په یوه خبري غونډه کې وویل، چې په تېرو څلورو کلونو کې یې له خصوصي سکټور سره د ۱۷۵ کوچنيو کان کېندنو قراردادونه لاسلیک کړي، چې له مخې یې شاوخوا ۱۰ میلیارده افغانۍ پانګونه منظور شوې ده.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، همداراز په ورته موده کې ۲۸ ستر کان کېندنې قراردادونه له کورنيو او بهرنيو شرکتونو سره لاسلیک شوي، چې ټولیز ارزښت یې نږدې ۷.۵ میلیارده ډالرو ته رسېږي.
د وزارت چارواکو همداراز زیاته کړه، چې یوازې په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۱۰ ستر کان کېندنې قراردادونه له داخلي او نړیوالو شرکتونو سره لاسلیک شوي، چې د ۵ میلیارده افغانیو څخه ډېره پانګونه یې راجلب کړې ده.
د طالبانو حکومت د خپلو اقتصادي برنامو یوه مهمه برخه د طبیعي زېربناوو استخراج ګڼي، خو د کانونو قراردادونه او د شفافیت څرنګوالی یې د داخلي او نړیوالو څارونکو لهخوا تر پوښتنې لاندې نیول شوی دی.
