د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ وړاندیز شوې درېاړخیزه شلاوریزو سیالیو لوبلړۍ بر سر خبرې اترې اوس وروستیو پړاوونو ته رسېدلې او تمه کېږي چې د اسيا کرکټ شورا له نننۍ ناستې وروسته به یې رسمي اعلان وشي.
د «ایسپورټ» په نوم یوې پاکستاني رسنۍ د سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې د اسيا کرکټ شورا کلنۍ غونډې په څنګ کې به د دې لړۍ اړوند مهمې پرېکړې وشي، چې پکې د سیالیو مهالوېش او کوربتوب ځایونه ټاکل کېږي.
ټاکل شوې دا لړۍ د ۲۰۲۵م کال د اسيا جام له پیل وړاندې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
په پیل کې پاکستان پلان درلود چې د ۲۰۲۴م کال د اګسټ په میاشت کې له افغانستان سره دوهاړخیزې شلاوریزه لوبې ترسره کړي، خو د پاکستان کرکټ بورډ وړاندیز وکړ چې دا سیالۍ دې په درېاړخیزې بدلې شي او اماراتو ته دې انتقال شي، څو لوبغاړي د اسيا جام له وړاندې د سیمې له شرایطو سره ځانونه عیار کړي.
د اسيايي کرکټ شورا کلنۍ عمومي غونډه نن د بنګلهدېش په پلازمېنه ډاکه کې ترسره کېږي. د ۲۵ غړو هېوادونو له ډلې ۲۴ یې پدې ناسته کې ګډون تایید کړی، چې دا له اړتیا وړ قانوني (۱۳ غړي) څخه خورا زیات شمېر دی.
د هند کرکټ بورډ د دغې ناستې فزیکي ګډون نهدی کړی، خو د راپورونو له مخې، د یاد بورډ مرستیال رئیس، راجیو شوکلا، به د غونډې مجازي ګډون وکړي.
تمه ده چې د اسیا کرکټ شورا له دغې ناستې وروسته به د درېاړخیزې لړۍ رسمي اعلان وشي، او بشپړ مهالوېش به له کرکټ مینهوالو سره شریک شي.
