د ازبکستان د استخباراتو رئیس، قربانوف باخودیر، وایي چې په کابل کې یې د طالبانو د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق سره لیدنه کړې ده.
نوموړي د دې لیدنې په اړه پر ایکس (پخوانی ټویټر) لیکلي چې هېواد به یې له طالبانو سره د امنیت په برخه کې د ملاتړ دوام ورکړي.
د ازبکستان د استخباراتو رئیس همداراز له طالبانو څخه د داعش پر ضد مبارزه کې مننه کړې او ویلي یې دي چې دا ډله «په لنډ وخت کې» په افغانستان کې له منځه وړل شوې ده.
طالبانو تر اوسه د دې لیدنې په اړه څه نهدي ویلي.
قربانوف باخودیر تر دې وړاندې هم د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراجالدین حقاني سره لیدلي وو، او طالبانو ویلي وو چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د امنیتي همکاریو پراخولو، د قاچاق او مصنوعي او کرنیزو نشهيي موادو پر ضد ګډې مبارزې، او همداراز د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د پولو د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی و.
یادونه باید وشي چې ازبکستان د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه دی چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته یې ورسره نږدې اړیکې جوړې کړې دي.
خو دا لومړی ځل دی چې د دې هېواد د استخباراتو مشر کابل ته سفر کوي او د طالبانو د استخباراتو له مشر سره لیدنه کوي.
د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ او داعش خراسان د ګواښ موضوع، تل د ګډ امنیتي تړون سازمان (CSTO) لپاره، چې ازبکستان هم پکې شامل دی، یوه جدي اندېښنه پاتې شوې ده.
خو طالبانو تر دې وړاندې ویلي چې «هیڅ بهرنی ترهګر ګروپ» د دوی تر ولکې لاندې افغانستان کې شتون نه لري، او د دوی تر واک لاندې سیمه د ګاونډیو هېوادونو او نړۍ لپاره هېڅ ګواښ نهدی؛ دا یوه ادعا ده چې تر اوسه یې د هېوادونو باور نهدی ترلاسه کړی.
