امنیت

سرچینې: بلخ کې طالبانو له خلکو غوښتي د خپلو کورونو پر دروازو امنیتي کامرې ولګوي

د بلخ مرکز مزار شریف ښار انځور.

له بلخ ولایت څخه ځایي سرچینې آمو ته ویلي، چې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو د مزارشریف ښار اوسېدونکو ته امر کړی چې د خپلو کورونو پر دروازو امنیتي څارونکی کامرې ولګوي.

خو د مزارشریف ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې دوی د فقر او پراخې بې‌کارۍ له وضعیت سره مخ دي او ډېرې کورنۍ د دې کامرو د اخیستو مالي توان نه لري.

سرچینې زیاتوي، د دغو کامرو د نصب او فعالولو لګښت له ۵ زره څخه تر ۱۰ زره افغانیو پورې رسېږي، حال دا چې خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

سرچینو دا هم ویلي، چې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو خلک ګواښلي، که دا امنیتي کامرې نصب نه‌کړي، د کورونو برېښنا به یې پرې شي، او پر دې سربېره به له قانوني سزا سره هم مخ شي.

د طالبانو له لوري په دې اړه تر اوسه کوم رسمي څرګندونې نه دي شوي.

د طالبانو د دغه حکم له مخې، د استوګنې د کورونو مالکان باید له بازاره په خپل لګښت کامرې وپېري او د نصب مصارف یې هم پخپله ورکړي.