Uncategorized @ps بشري حقوق

طالبانو په فاریاب کې یو سړی د «امام مهدي نیابت» د ادعا په تور په دورو وهلی

انځور له آرشیف

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې په فاریاب ولایت کې یې یو کس د «امام مهدي د نیابت» د ادعا له امله په عام محضر کې دورو وهلی دی.

په هغه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوې، راغلي چې د شیرین‌تګاب ولسوالۍ ابتدایی محکمې یاد کس مجرم پېژندلی و، او له حکم د تایید وروسته، دا سزا په عامه توګه تطبیق شوې ده.

د همدې اعلامیې پر بنسټ، تورن کس په ۳۹ دُرو (شلکونو) او یو کال بند محکوم شوی دی.

دا لومړی ځل دی چې ثبت شوې قضیه کې طالبان یو څوک د داسې ډول مذهبي ادعا له امله د دورو سزا ورکوي. سره له دې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، سلګونه کسان د دوی له نظره په اخلاقي یا شرعي جرمونو تورن شوي او بدني سزاوې ورکړل شوي دي.