د اسراییلو او ایران جګړې، د افغانستان په بازارونو کې د نفتو او مایع ګازو بیې لوړې کړې دي. د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وایي چې له تېرو دریو ورځو راهیسې د پټرولو او ډیزلو په هر لیټر کې شاوخوا اووه افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.
ورته مهال، د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان خبرداری ورکوي چې که دا جګړه دوام وکړي، نو نه یوازې د نفتو او ګازو بیې به نورې هم لوړې شي، بلکې د خوراکي توکو نرخونه به هم لوړې شي.
افغانستان له ایران سره، د درې میلیارده ډالرو په ارزښت کلنۍ سوداګریزه راکړه ورکړه لري او د افغانستان د نفتو او مایع ګازو یوه اندازه اړتیاوې هم له ایران څخه پوره کېږي. اوس چې د ایران په خاوره کې د جګړې اور بل شوی، نو افغانستان هم د اسرائیلو او د ایران د جګړې له اغېزو خوندي نه دی. د سوداګرو شمېرې ښيي، چې له تېرو دریو ورځو راهیسې، د هر ټن ډیزلو په بیه کې ۲۸۰ ډالره او د هر ټن پټرولو په بیه کې ۱۲۰ ډالر زیاتوالی راغلی دی. شمېرې شيې چې د هر ټن ډیزلو بیه ۱۲۰۰ ډالر او د هر ټن پټرولو بیه ۱۱۶۰ ډالر ته رسېدلې ده.
یو شمېر سوداګر وایي چې افغانستان تر ډېره له ایران څخه ډیزل واردوي، او که د اسرائیلو او ایران ترمنځ پوځي نښتې دوام وکړي، ښایي د نفتو او مایع ګازو بیې تر دې هم ډېرې لوړې شي. بلخوا، د هېواد یو شمېر اوسېدونکي بیا وایي، چې یوازې په تېرو دریو ورځو کې، د هر لېټر ډیزل او پټرولو په بیه کې اووه افغانۍ بدلون راغلی دی. همداراز، د کابل یو شمېر اوسېدونکو په وینا، له درې ورځو راهیسې د افغانیو په وړاندې د ډالرو ارزښت لوړ شوی، چې له امله یې د خوراکي توکو بیې هم پورته شوې دي.
د کابل اوسېدونکی، احمد جاوید، وايي: «د ډالرو ارزښت ډېر لوړ شوی، په هر څه کې بدلون راغلی دی، په خوراکي توکو کې هم، او زموږ د زړونو له حاله یواځې خدای خبر دی.»
د رسمي شمېرو پر بنسټ، افغانستان هر کال تر شل سلنه زیات توکي له ایران څخه واردوي.
ورته مهال، د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان خبرداری ورکوي چې د اسرائیلو او ایران د جګړې دوام به د خوراکي توکو او ستراتیژیکو توکو لکه د نفتو د بیو لوړوالی له ځان سره ولري.
ایران د افغانستان لوېدیځ لور ته پروت دی، او له افغانستان سره له ۹۰۰ کیلومترو زیاته ګډه پوله لري.
د افغانستان هرات، فراه او نیمروز ولایتونه، د ایران له خراسان رضوي، سویلي خراسان، سیستان او بلوچستان ولایتونو سره ګډې پولې لري.