نړۍ

ایران وايي له متحده ایالاتو سره یې اټومي خبرې اترې لغوه کړي

په داسې حال کې چې ټاکل شوې وه د ایران او یو شمېر نړیوالو لورو ترمنځ خبرې اترې د یکشنبې په ورځ د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، د دغو خبرو د لغو کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي: «په اوسني وضعیت کې زموږ اصلي تمرکز د دښمن له یرغل سره مقابله ده.»

بقایي نن (شنبه، د غبرګولي ۲۴مه) د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې د مسقط د ناستې د برخلیک په اړه ټینګار وکړ چې «د ډیپلوماسۍ او سولې دښمنانو یو ظالمانه جنګ پر ایران تحمیل کړی دی.»

د هغه په وینا، د امریکا متحده ایالاتو که څه هم د خبرو اترو د ملاتړ ادعا کوي، خو په دغه جګړه کې له اسراییلو سره یو ځای شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: «د ایران سوله‌ییز اټومي تأسیسات تر برید لاندې راغلي، او تر هغه چې دا یرغلونه دوام ولري، د داسې خبرو اترو برخه‌ اخیستل چې یو له اساسي لوریو یې د یرغلګر ملاتړ کوونکی او شریک وي، هېڅ معنا نه لري.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم وویل چې «د اسراییلو د یرغلونو درول د خبرو اترو د بیا پیل لپاره اساسي شرط دی.»

هغه ټینګار وکړ چې د ایران چارواکي اوس خپله ټوله توجه د ملي ګټو د دفاع او له بهرنیو ګواښونو سره د مقابلې پر لور متمرکزه کړې ده.