افغانستان نړۍ

د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۵۱مه ناسته په استانبول کې پیل شوه

د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا ۵۱مه ناسته نن په استانبول کې پیل شوه. دا ناسته به د ترکیې په کوربه توب او د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون له سیمه ییزو کړکیچونو سره هم مهاله او دوه ورځې دوام وکړي.

که څه هم په دې ناسته کې د طالبانو د استازو شتون په رسمي ډول نه دی تایید شوی، خو تمه کیږي چې د افغانستان د وضعیت، په ځانګړې توګه د بشري حقونو او د ښځو د وضعیت په اړه به په دې ناسته کې بحث وشي.

د هیواد ځینې وګړي او د ښځو د حقونو فعالانې د اسلامي همکاریو سازمان له غړو هیوادونو غواړي چې په دې ناسته کې د افغان خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو غوښتنې له پامه ونه غورځوي.

په دې دوه ورځنۍ ناسته کې به د سازمان د ۵۷ غړو هیوادونو څخه د ۴۰ څخه ډیر د بهرنیو چارو وزیران ګډون وکړي، د سیمه ییز تاوتریخوالی له زیاتیدو، په ځانګړې توګه د ایران او اسرائیل جګړې او په غزه کې د ناحل شوې بشري مسلې سره هم مهاله.

په همدې حال کې، د سیمه ییزو او نړیوالو مسلو تر څنګ، تمه کیږي چې د افغانستان مسله به یو ځل بیا په اجنډا کې وي.

د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا ناسته
• د اسلامي همکارۍ سازمان ۵۱مه ناسته
• د ترکیې په کوربه توب
• د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او څارونکو غړو په شتون سره
• د ایران او اسرائیل جګړه او په غزه کې د بشري حقونو وضعیت
• په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت

تر اوسه پورې، د اسلامي همکاریو سازمان په ۵۱مه ناسته کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د شتون یا نه شتون په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي؛ خو تېر کال، په کامرون کې د دې سازمان په ۵۰مه ناسته کې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ګډون کړی و.

په ورته مهال؛ هېوادوال د دې سازمان له غړو هیوادونو غواړي چې په دې ناسته کې د افغان خلکو غوښتنې، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د زده کړې څخه محرومیت له پامه ونه غورځوي.

د طالبانو د واک ته له رسیدو راهیسې، د اسلامي همکاریو سازمان په وار وار د بشري حقونو د درناوي او په افغانستان کې د ښځو د زده کړې، روزنې او کار په اړه د محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده؛ هغه مسلې چې په دې موده کې د طالبانو لخوا له پامه غورځول شوي دي.

افغانستان د اسلامي همکاریو سازمان د بنسټ ایښودونکو غړو په توګه، د تاسیس له پیل راهیسې تر اوسه د دې سازمان دایمي غړی دی. د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته، طالبان د ۲۰۲۲ کال له مارچ راهیسې د دې سازمان په ځینو ناستو کې ګډون کوي.