د پاکستان د ګلګت بلتستان په دینور ښار کې د ځمکې ښویېدو له امله اووه کسان مړه شوي دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دا پېښه د دوشنبې په سهار هغه وخت رامنځته شوه کله چې یو شمېر خلکو په دې سیمه کې د اوبو کانال بیا رغونه کوله.
د راپورونو له مخې، شپږ نور کسان ټپیان شوي دي.
د ډان ورځپاڼې په وینا، د جون له وروستیو راهیسې سختو بارانونو او د یخچالونو ویلې کېدو سیمې ته پراخ زیانونه اړولي دي، او د جولای په ۲۱مه سېلابونو هم زیربناوې ویجاړې کړې دي.
