نړۍ

ایراني رسنۍ: تهران به راتلونکي کې د امریکا پوځي اډې هم په نښه کړي

په عراق کې د امریکا د نظامي اډې انځور.

یوه ایراني چارواکي، د نوم د نښودلو په شرط د دې هېواد دولتي خبري آژانس ته ویلي، چې د ایران له خوا پر اسراییلو بریدونه به دوام ومومي.

دغه ایراني سرچینه د خپل هېواد د نظامي قوماندانانو د څرګندونو په حواله وايي، چې تهران به په راتلونکو ورځو کې د امریکا پوځي اډې هم په نښه کړي.

خو تر دې وړاندې، د امریکا د متحده ایالاتو دایمي استازولۍ په ملګرو ملتونو کې، د دې سازمان د امنیت شورا په یوه تازه بېړني غونډه کې، له داسې بریدونو څخه د سختو پایلو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د امریکا پر پوځي اډو او کارکوونکو بریدونه به «سختې پایلې» ولري.

بل لوري ته، د اسراییلو پوځ په یو بیان کې چې د ټیلیګرام له لارې خپور شوی، ویلي چې پر ایراني هدفونو بریدونه به دوام ولري.

په دغه بیان کې راغلي: «د اسراییلو هوایي ځواک لا هم د هغو هدفونو په نښه کولو ته دوام ورکوي چې د ګواښونو د له منځه وړلو لپاره اړین ګڼل کېږي.»

پر ایران د اسراییلو بریدونه د جمعې په سهار پیل شول. اسراییل وایي، دا عملیات یې د دې لپاره ترسره کړي چې ایران اټومي وسلو ته د رسېدو څخه پاتې شي. تر دې دمه، دا بریدونه د ۷۸ تنو، چې پکې لوړپوړي نظامي قوماندانان او اټومي ساینسپوهان شامل دي، د وژل کېدو او ۳۲۰ نورو د ټپي کېدو لامل شوي دي.

په ورته وخت کې، ایراني رسنیو مخکې راپور ورکړی و چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، له بریدونو وروسته له امریکا سره د اټومي مذاکراتو دوام «بې‌مانا» نوم ورکړی، خو هغه د دغو خبرو د لغو اعلان نه دی کړی.

تمه وه چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو بل پړاو سبا (یکشنبه، د غبرګولي په ۲۵مه) د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شي.