د ایران او پاکستان څخه د تېرو اوو میاشتو په ترڅ کې د له دوو میلیونو ډېر کډوالو له ستنېدو سره، یونیسف خبرداری ورکړی چې دا بېړنی او بېپلانه بهیر، چې کافي ملاتړ نه لري، کولی شي په افغانستان کې د یوې نوې بشري کړکېچ لامل شي او د میلیونونو ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کړي.
له ایران او پاکستانه د کډوالو د ډله ییزې ایستنې په اړه د اندېښنو په منځ کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق اعلان وکړ چې په ۲۰۲۵ کال کې له نیم میلیون ډېر کډوال ماشومان افغانستان ته راستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق اجرایوي مرستیال وايي چې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې د راستنېدونکو نجونو لپاره ترټولو لویه اندېښنه له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړې بندیز دی.
په ورته مهال، د ماشومانو د ژغورنې سازمان راپور ورکړی چې په اوسط ډول، په هرو ۳۰ ثانیو کې یو ماشوم له ایران او پاکستانه افغانستان ته راستنیږي، او ډیری یې اساسي خدمتونو ته له لاسرسي پرته هغه هیواد ته راستنیږي چې له سختې بې وزلۍ او لوږې سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق په خپل وروستي راپور کې اعلان کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستانه له نیم میلیون ډیر کډوال ماشومان افغانستان ته راستانه شوي دي.
د یونیسف اجرایوي مرستیال په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هره ورځ لسګونه زره کسان له ایرانه د اسلام قلعه په پوله افغانستان ته راستنیږي، او دا راستنیدونکي هیله لري چې په خپل هیواد کې ښه راتلونکی جوړ کړي، خو د دوی ترټولو لویه اندیښنه له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړې بندیز دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق اجرایوي مرستیال، ټډ چایبان، وايي: «په افغانستان کې زده کړه یوه مهمه مسئله ده، په ځانګړې توګه د هغو تنکیو نجونو لپاره چې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري. موږ د دې بندیز د لرې کولو په کلکه ملاتړ کوو ترڅو د هر عمر نجونې وکولی شي په ښوونځي کې پاتې شي او د افغانستان د راتلونکي پرمختګ کې رول ولوبوي.»
په ورته مهال، د ماشومانو د ژغورنې سازمان راپور ورکړی چې په اوسط ډول، په هرو ۳۰ ثانیو کې یو ماشوم له ایران او پاکستانه افغانستان ته راستنیږي.
د دې سازمان په وینا، د کډوالۍ د نړیوال سازمان د معلوماتو بیاکتنه ښیې چې په ۲۰۲۵ کال کې به له ۸۰۰ زرو ډیر ماشومان افغانستان ته راستانه شي، چې شاوخوا درې پر څلورمه برخه یې له ایرانه دي.
ځینې راستنیدونکي نجونې هم د خپل راتلونکي په اړه اندیښمنې دي.
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو دفتر مخکې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان ته د ښځینه کډوالو د راستنیدو په وړاندې خبرداری ورکړی و.
له ایرانه یو ایستل شوی افغان کډوال: «موږ هغه کډوال یو چې له پاکستانه راغلي یو. موږ هیڅ شی نه لرو. زه غواړم چې له موږ مرسته ورسره وشي.»
هیواد ته د راستنیدونکو د راتلونکي په اړه دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کیږي چې طالبانو تېره ورځ د یوناما یو شمېر چارواکي چې د ایستل شویو کډوالو په وړاندې د ځورونې او ګواښونو په اړه یې راپور خپور کړی و د بهرنیو چارو وزارت مرکزي دفتر ته احضار کړل.
