ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد دوه نور جګپوړي نظامي جنرالان تېره شپه، د اسراییلي ځواکونو د بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
غلامرضا محرابي، د ایران د استخباراتو د ادارې مرستیال، او جنرال مهدي رباني، د دې ادارې د عملیاتو مرستیال، هغه کسان دي چې تازه د اسراییلي بریدونو هدف ګرځېدلي دي.
له دې وړاندې هم د ایران شاوخوا ۲۰ جنرالان او جګپوړي نظامي مشران، چې پکې د سپاه پاسداران عمومي قوماندان او د دې هېواد د سپاه قدس قوماندان هم شامل دي، د جمعې په سهار د اسراییلو په بریدونو کې وژل شوي دي.
له دې مخکې د اسراییلو پوځ اعلان کړی و چې د دوی هوايي ځواکونو د تیرې شپې (جمعه شپه، د غبرګولي ۲۳مه) په ترڅ کې په تهران کې لسګونه هدفونه د توغندیو په وسیله ویشتلي دي.
د اسراییلي پوځ په وینا، د ایران د ځمکې څخه هوا ته د توغندیو بنسټیزې زېربناوې د دغو هدفونو له ډلې څخه وې.تومر بار، د اسراییلو د پوځ لوی درستیز، په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا بریدونه “عملیاتي او ملي اهمیت” لري او د ایران ستراتیژیک ځایونه یې په نښه کړي دي.
له بلې خوا، ایران هم پر اسراییلو د غچ اخیستونکو بریدونو لړۍ پیل کړې او د راپورونو پر بنسټ، تر دې دمه لږ تر لږه ۳۰۰ توغندي د دغه هېواد پر لور توغول شوي دي.اسراییلي رسنیو راپور ورکړی چې تر اوسه په دې بریدونو کې ۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.