د ایران او اسرائیل ترمنځ د نښتو د شدت سره هم مهاله، په منځني ختیځ کې د ایران په مشرۍ د مقاومت محور، له غندنې پرته کوم بل غبرګون نه دی ښودلی. د راپورونو پر بنسټ، ایران له کلونو راهیسې پر دغو اشخاصو او په منځني ختیځ کې تر ډېره بریده پر شیعه وسله والو ډلو، لکه په سوریه کې د بشار الاسد پر کورنۍ، لبنان کې پر حزب الله، غزه کې پر حماس، د اسلامي جهاد پر ډلې، یمن کې د انصار الله پر ډلې او عراق کې د اسلامي مقاومت تر نامه لاندې د مقاومت پر محور ډېره پانګونه کړې وه او په وروستي مورد کې، په کابل کې د ایران پخواني سفیر حسن کاظمي قمي، طالب ډله هم د مقاومت د دې محور برخه ګڼلې وه.
د ایران په مشرۍ د مقاومت محور د کومو موخو لپاره جوړه شوې او اوس دغه محور په کوم حالت کې دی؟ د بشار الاسد د حکومت تر راپرځېدو او د اسرائیلو له لوري د ایران په ملاتړ د وسله والو ډلو له ځپلو وروسته، د مقاومت له محوره تعریف څه دی، دا هر څه په دې راپور کې کتلای شئ.
د جمعې ورځې له سهار راهیسې تر دې دمه؛ د ایران او اسراییلو ترمنځ پوځي نښتې دوام لري، داسې نښتې چې پکې توغندي، ځانمرګي ډرونونه، هدفمنده هوايي او مځکنۍ بریدونه شامل دي.
د راپورونو له مخې دغو نښتو، دواړو خواوو ته د پام وړ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د ایران او اسراییلو ترمنځ د پوځي جګړې له زور اخیستو سره هم مهاله، د مقاومت محور یا هغه ډلې چې د ایران اسلامي جمهوریت سره همفکره او تړلې ګڼل کېږي، تر اوسه پر ایران د اسرائیلو بریدونه یې یوازې غندلې دي، خو له هر ډول عملي غبرګون څخه یې ځان ګوښه ساتلی دی.
په غزه کې حماس ، په لبنان کې حزبالله ، په یمن کې حوثیان ، په عراق کې د اسلامي مقاومت ډلې او په سوریه کې هغه اسلامپاله وسلهوال چې د ایران په رژیم پورې تړلي دي؛ د ایران په مشرۍ د مقاومت د اصلي محور برخه بلل کېږي، خو دغو ډلو تر اوسه د اسراییلو بریدونو پر وړاندې هېڅ عملي غبرګون او اقدام نه دی کړی. ایران له ۱۹۸۲ کال راهیسې چې په لبنان کې د حزبالله ډلې بنسټ یې کېښود ، د خپلو سیمهییزو ګټو د خوندیتوب او د امریکا او اسراییلو د نفوذ پر وړاندې د درېدو په موخه، د مقاومت په محور پانګونه کړې؛ داسې ډلې چې له لبنان او سوریې پیل شوې او تر عراق، یمن او فلسطینه رسیږي، او اکثره یې شیعه وسلهوال دي.
د امنیتي چارو کارپوه، بسم الله تابان، وايي: «په تېرو دوو کلونو کې د اسراییلو هدفمند بریدونه د ایران پلوه شبهنظامي ډلو ځواکمنتیا په منځني ختیځ کې کمزورې کړې ده او اوس د ایران د نیابتي ډلو پخوانۍ وړتیا نه ده پاتې.»
د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷مه د حماس له خوا پر اسراییلو له برید وروسته، چې پکې د ایران رول مهم ګڼل شوی و، د منځني ختیځ وضعیت په عملي توګه بدل شو. اسراییلو د سپاه پاسداران اړوندو وسلهوالو ډلو مخکښ مشران او د مقاومت د محور د ډلې مشران په نښه کړل، چې په ایران کې د حماس د ډلې سیاسي مشر اسماعیل هنیه، په لبنان کې د حزبالله د ډلې عمومي منشي حسن نصرالله، او په غزه کې له اسماعیل هنیه وروستهو د یحیی السنوار وژل شامل وو.
د چارو یو شمېر شنونکي بیا په دې باور دي، چې د بشارالاسد د حکومت تر سقوط وروسته، چې د مقاومت د محور یو له اصلي ستنو ګڼل کېده او ورته مهال پر حماس، حزب الله او حوثیانو باندې د اسرائیلو هدفي بریدونه د دې لامل شول، چې ایران په سیمه کې له خپلو ډلو سره یو ځای، د سیمه ییزو ګټو د خوندیتوب لپاره خپله پخوانۍ وړتیا له لاسه ورکړي.
مجیب خلوتګر، خبریال وايي: «هغه څه چې د ایران له خوا د مقاومت محور بلل کېده، په تېرو دوو کلونو کې د اسراییلو له خوا لهمنځه یووړل شول. د حماس، حزبالله لبنان او د یمن د حوثیانو د مشرانو لهمنځه وړل، د اسراییلو لپاره لاره خلاصه کړه، څو نور پر ایران هم بریدونه وکړي.»
که څه هم طالبان د مقاومت د محور پخوانی سابقه نه لري، خو د ایران پخواني سفیر حسن کاظمي قمي، طالبان هم د مقاومت د محور برخه ګڼلې وه. د راپورونو له مخې، ایران له ډېرو کلونو راهیسې په سوریه، عراق، یمن، لبنان او غزه کې پر وسلهوالو ډلو پانګونه کړې، څو د امریکا د نفوذ مخنیوی وکړي او د اسراییلو پر وړاندې نظامي مقاومت رامنځته کړي. د شنونکو په وینا، د اسلامي جمهوریت تر مشرتابه لاندې دغو ډلو تر اوسه د ایران د ګټو د ساتنې لپاره خنډ جوړوونکی رول درلود. خو اوس باور دا دی، چې د مقاومت د محور وسلهوالې ډلې، د اسراییلو له خوا د واردو شویو ضربو له امله، نور د جګړې او سولې په معادلو کې هغه پخوانی ځواک و نه لري.