په افغانستان کې، د طالبانو څلور کلنې واکمنۍ ته په نږدې کېدو سره، انس حقاني وایي چې طالبانو غوښتل کابل د یوه تفاهم له لارې ونیسي تر څو د دولت مشروعیت خوندي پاتې شي، خو د پخواني ولسمشر اشرف غني تېښتې هر څه بدل کړل.
ښاغلي حقاني له حریت راډیو سره په مرکه کې پر دې هم ټینګار کړی، چې هبت الله آخندزاده د دوحې د هوکړه لیک د ارزونې لپاره یوه پنځه کسیزه کمېټه ټاکلې وه چې عبدالحکیم حقاني یې هم غړی و، خو د دې هوکړې د متن په ارزونه کې ځنډ، د طالبانو مذاکراتي ډله اندېښمنه کړه.
څلور کاله مخکې، په همدې ورځو کې د افغانستان ولایتونه یو په بل پسې په چټکۍ سره د طالبانو په لاس سقوط کېدلې. هغه سقوط، چې د ډېرو په باور، د دوحې هوکړې یاد وضعیت ته زمینه برابره کړې وه.
په دې مرکه کې، دوحه کې د طالبانو د مذاکراتي ډلې پخوانی غړی انس حقاني هم د دوحې هوکړه لیک، په افغانستان کې د امریکا د ماتې په توګه یادوي.
د طالبانو دغه غړی وایي، چې په دوحه کې له امریکا سره د طالبانو د مذاکرې پر مهال، که څه هم د دوحې هوکړه لیک له شرعي پلوه د علماوو له نظره تېره شوې وه؛ خو هبت الله آخندزاده په وروستي پړاو او د دوحې د هوکړې له لاسلیک مخکې د طالبانو د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني په ګډون یوه پنځه کسیزه کمېته وګمارله څو د درېیم ځل لپاره د دوحې هوکړه لیک وارزوي.
حقاني وايي: په پای کې، زموږ مشر هبتالله امر وکړ چې په دې وخت کې امریکایان تیار وو چې تړون لاسلیک شي، خو موږ د پنځه کسیزې د علماوو یوې کمیټې ټاکنه کړې وه، څو دا تړون له شرعي پلوه وڅېړي چې کومه ستونزه و نه لري. که څه هم مشران په دې نظر وو چې امریکا حاضره ده او باید ژر لاسلیک وکړو څو فرصت له لاسه ولاړ نه شي، خو شیخ صاحب وویل چې زه به د تاریخ او خپل ولس لپاره هېڅ ناتمام نه پرېږدم، او اتمام حجت غواړم، او دریم ځل به هم فلټر کوم.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرپرست ورور انس حقاني، دغه راز وایي چې د نیمروز له سقوط څخه یوه ورځ مخکې، هبت الله آخندزاده له سراج الدین حقاني او محمد یعقوب مجاهد سره د ولایاتو د سقوط د څرنګوالي په تړاو ناسته وکړه. د نوموړي په خبره، طالب مشرانو هڅه کوله تر څو کابل د یوه تفاهم له مخې ونیسي، خو د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني تېښتې، طالبان دې ته اړ کړل چې کابل ته دننه شي.
خو د طالبانو بیا واکمني او په افغانستان کې د جمهوري نظام د راپرځېدو پایلې څه وې؟
د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې په افغانستان کې د نظام او اردو راپرځېدل او دغه راز د حکومتي جوړښتونو او د افغانستان شاته تګ د دې لامل شو، چې طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېږي.
بل خوا، یو شمېر افغانې ښځې وایي، چې د طالبانو له بیا راتګ سره، دوی د تعلیم، کار او زده کړې د حقونو په ګډون له خپلو ټول حقوقو محرومې شوې دي او د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان د ښځو په زندان بدل شوی دی.
یوې زده کوونکې ویلي: «د اګسټ په پنځلسم، هغه ورځ وه چې ښوونځي چوپ شول، خو زموږ زړونه له فریاده ډک شول. زموږ راتلونکی یې غلا کړ، خو زموږ خوبونه لا ژوندی دي.» د هېواد یو شمېر نور اوسېدونکي بیا په تېرو څلورو کلونو کې د بې وزلۍ د پراخې څپې په اړه خبرې کوي او وایي چې د بې کارۍ کچه په افغانستان کې خپل اوج ته رسېدلې ده. ورته مهال، د ملګرو ملتونو شمېرې هم ښیي، چې په روان کال کې د افغانستان له نیمایي زیات نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري.
