نړۍ

ملګري ملتونه: غزه کې د مرستې د وېش په مهال د ګډوډۍ له امله لسګونه کسان ټپیان شوي

د مرستندویه توکو د وېش د سیمې انځور

ملګرو ملتونو ویلي چې د غزې په سوېل کې په یو بشري مرستندویه مرکز کې د ګډوډۍ له امله لږ تر لږه ۴۷ فلسطینیان ټپیان شوي دي.

د دغه سازمان په وینا، ډېری ټپيان د اسرائیلي ځواکونو د ډزو له امله ټپیان شوي چې د مرکز شاوخوا ځای پر ځای شوي وو.

اجیث سانګای، چې په فلسطیني سیمو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر مشر دی، د چهارشنبې په ورځ په جنیوا کې ویلي چې دا پېښه د سه‌شنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د فلسطینیانو یوه لویه ډله د رفح ښار ته نږدې یو نوي جوړ شوي مرستندویه مرکز ته ورمخه کړه.

یاد مرکز د غزې د بشردوستانه بنسټ تر مدیریت لاندې فعالیت کوي؛ دا بنسټ د امریکا او اسرائیل له ملاتړ څخه برخمن دی.

د اسوشیتد پرس یوه خبریال چې په دغه ځای کې شتون درلود، راپور ورکړی چې د خلکو د راتګ پر مهال د ټانکونو د ډزو او د هیلي‌کوپټر د منورونو غږونه اورېدل شوي.

دا مرکز چې یوازې یوه ورځ مخکې تر پېښې پرانیستل شوی و، د هغو څو مرکزونو له ډلې څخه دی چې یاد بنسټ ویلي د خوراکي توکو او نورو اړینو مرستو د وېش لپاره یې جوړوي. دغه بنسټ ویلي چې د مرکزونو امنیت به خصوصي امنیتي ځواکونه تامینوي او د خلکو د کنټرول لپاره به سیستمونه ولري. دغه بنسټ ادعا کوي چې د دوی امنیتي کسانو پر خلکو ډزې نه دي کړې، یوازې یې لنډمهاله شاتګ کړی.

مرکز د مورګ دهلېز ته نږدې موقعیت لري، کوم چې د رفح او نورو برخو ترمنځ یو پوځي سیمه ده. د اسرائیل پوځ هم په دې سیمه کې ځای پر ځای شوی.

ملګري ملتونه او ډېری مرستندویه ادارې د غزې د بشردوستانه بنسټ له سیستم سره د ګډ کار کولو څخه ډډه کوي. دغه اداره خبرداری ورکوي چې دا ډول سیستم د بشردوستانه مرستو له اصولو سره په ټکر کې کېدای شي او ښايي د ولسي وګړو د اجباري بې‌ځایه کولو او فشار د وسیلې په توګه وکارول شي، چې دا به د نړیوالو قوانینو نقض وي.

د ملګرو ملتونو د مرستو یوه چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، ویلي: «د غزې د خلکو اړتیاوې له دې لارې نه پوره کېږي. موږ اندېښنه لرو چې دا ماډل د خلکو د کنټرول او د لوږې له لارې د تسلیمېدو وسیله ګرځي.»

په ورته وخت کې، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي چې په مرستندویه مرکز کې د لنډې مودې لپاره حالات له کنټروله وتلي وو، خو وروسته «په نېکمرغه توګه» بېرته تر کنټرول لاندې راغلل. هغه یو ځل بیا د غزې له شماله د ولسي وګړو د انتقال او هغوی د یوه اصطلاحاً «خوندي» سیمې ته د لېږد پلان تایید کړی.

مرستندویه ادارې وايي چې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې اوسنی جوړښت، سره له ډېرو ننګونو، لا هم خلکو ته خوراکي توکي، داروګان او نور اساسي اړتیاوې رسوي. د هغوی په باور، د غزې د بشردوستانه بنسټ ماډل نه شفاف دی او نه هم د روان بشري کړکېچ د سم مدیریت لپاره کافي وړتیا لري.

له نږدې درې میاشتو راهیسې چې د غزې پولې تړل شوې، دا سیمه اوس د قحطۍ له ګواښ سره مخ ده. سره له دې چې د مرستو لارې محدودې خلاصې شوې دي، د اړینو توکو د رسولو لړۍ لا هم ناکافي بلل شوی او یوازې د تېرې لس ورځې په ترڅ کې شاوخوا ۱۸۰ زره نور کسان بې‌ځایه شوي دي.