سرچینو آمو ته ویلي چې طالبانو په تېرو دوو ورځو کې د کابل ښار د دشتبرچي او شهر نو په سیمو کې پر هغو څلورو ښځینه ارایشګاهګانو یرغل کړی چې په پټه یې فعالیت کاوه، او ښځینه ارایشګرې یې نیولي دي.
د سرچینو په وینا، طالبانو د دغو ارایشګاهګانو وسایل هم ضبط کړي، خو ښځینه ارایشګرې یې تر څو ساعتونو وروسته بېرته خوشې کړې دي.
له بلې خوا، یو شمېر ارایشګرې تاییدوي چې د طالبانو ځینو امنیتي حوزو د فعالیت د اجازه په بدل کې له دوی څخه د ۱۰ زرو څخه تر ۱۰۰ زرو افغانیو پورې پیسې اخیستي؛ خو بیا هم د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کارکوونکو لهخوا نیول شوي دي.
سرچینې وایي، د دې وزارت کارکوونکو له دوی څخه غوښتنه کړې چې که غواړي خپل فعالیت ته دوام ورکړي، باید جلا پیسې ورکړي.
طالبانو د دغو سالنونو تجهیزات ضبط کړي، او ښځینه ارایشګرې یې د څو ساعته تحقیق وروسته بېرته خوشې کړي دي.
یوه له نیول شویو آرایشګرو څخه، چې د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ویلي چې د نیول کېدو پر مهال ورسره توهین او تحقیر شوی دی.
هغې زیاته کړې: «کله چې محتسبان خبر شول چې موږ فعالیت کوو، زموږ کور ته یرغل راوړ. موږ یې په بدو الفاظو توهین او تحقیر کړو. موږ یوازې د خپلو کورونو نانساتونکي یو. د سالنونو بندیدل او دا دوامدار ګواښونه موږ له یوه جدي بحران سره مخ کړي.»
ځینې ارایشګرې وایي، سره له دې چې د فعالیت د دوام لپاره یې امنیتي حوزو ته د ۱۰ زرو تر ۱۰۰ زرو افغانیو پورې ورکړې، بیا هم د امر بالمعروف وزارت لهخوا نیول شوې دي.
سرچینې تاییدوي چې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو هم د دغو عملیاتو پر مهال یو شمېر آرایشګرې ګواښلې دي او له دوی څخه یې د فعالیت د دوام په بدل کې د پیسو غوښتنه کړې ده.
د ښځو د حقونو فعالان دغه کړنې د طالبانو لهخوا د ښځو د حقونو او آزادیو پر ضد د سرکوبګرانه سیاستونو دوام بولي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې په دې اړه غبرګون وښيي.
د ښځینه ارایشګاهګانو فعالیت شاوخوا دوه کاله وړاندې د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده په امر بند شوی و، خو له هغه وروسته ځینو سالنونو د کورنیو د اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپل فعالیت په پټه دوام ورکړی.
اوس چې د طالبانو فشارونه او تازه یرغلونه زیات شوي، د دې برخې د ښځینه کارکوونکو د برخلیک په اړه اندېښنې هم ورځ تر بلې ډېرېږي.
