افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان له سختې وچکالۍ او څو اړخیزې بحراني وضعیت سره مخ دی

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي، افغانستان دا مهال له یوې ژورې، څو اړخیزې او پراخې وچکالۍ سره مخ دی، چې د هېواد په نیمایي ولایتونو کې یې د کرنې، مالدارۍ، او کلیوالي ژوند بڼه اغېزمنه کړې ده.

د دغه سازمان په وینا، شمال، شمال لویدیځ او شمال ختیځ سیمې تر ټولو زیاتې زیانمنې شوې دي او دا وضعیت لا پراخېږي.

په راپور کې راغلي، د باراني فصلونو پر متکي کرنیزې او مالدارې کورنۍ، چې د خپلې بقاء لپاره پر طبیعي او موسمي بارانونو تکیه کوي، د وچکالۍ له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

راپور وايي، پرله‌پسې وچکالیو د خاورې رطوبت له منځه وړی، د څرځایونو کمښت یې رامنځته کړی او د کلیوالي اقتصادونو بنیادي ستونزې یې راولاړې کړې دي. اقلیمي بدلون او اقتصادي بې‌ثباتۍ دا بحران لا ژور کړی دی.

دغه سازمان وايي، چې د مالداري سکتور ته هم د وچکالۍ له امله سخت زیان رسېدلی، چې دا مهال د خولې او پښو ناروغۍ پراخې خپرېدا نور هم اندېښمن کړی.

په راپور کې راغلي، د ناروغیو، څرځایونو د کمښت او د اوبو د نشتوالي له امله د څارويو مړینه زیاته شوې، خلک اړ شوي چې د خپلو نسل ورکونکو څارويو جبري پلور ته مخه کړي، او له همدې امله ګڼې کورنۍ د شيدو، غوښو او عوایدو له مهمو سرچینو بې‌برخې شوې دي.

په ورته وخت کې، بشري مرستندویه بنسټونه هڅه کوي د هغو سلګونه زره راستنېدونکو مرسته وکړي چې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له ایران څخه، بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

راپور وايي، چې د ډېری دا راستنېدونکي د شمالي باراني کمربند په سیمو کې مېشت شوي، خو د وچکالۍ بحران ته لږ توجه شوې، ځکه چې تمویل او پاملرنه د راستنېدونکو اړتیاوو ته متمرکزه شوې ده.