په پاکستان کې د افغان کډوالو پلټنه، نیونه او د جبري ایستلو بهیر زور اخیستی دی. په دې هېواد کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وایي، چې له یوې اونۍ راهیسې، په اسلام آباد کې د افغانانو کور په کور پلټنې، نیولو او اجباري ایستلو بهیر چټک شوی دی.
د دوی په خبره، د پاکستان حکومت له دوه میاشتو را په دېخوا د افغان وګړو د ویزې تمدید هم بند کړی دی. د دې پېښو هم مهاله، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پاکستان له دولته غوښتي دي، چې له ملګرو ملتونو سره د ثبت شوي افغان وګړو یا د پي او آر کارت لرونکو افغان کډوالو د نیولو او اجباري ایستنې بهیر ودروي.
له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر له چټکتیا سره هم مهاله، تازه پاکستان بیا ځلې پرېکړه کړې، چې له ملګرو ملتونو سره ثبت افغان کډوال په خپله خاوره کې ونیسي او په جبري توګه یې افغانستان ته واستوي.
په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وایي، چې له یوې اونۍ راهیسې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو کور په کور پلټنه، نیول او اجباري ایستلو لړۍ زور اخیستی دی او په دې پړاو کې د بې اسناده افغان کډوالو ترڅنګ د پي او آر کارت لرونکي کډوال هم اغېزمن شوې دي. د دوی په خبره، د پاکستان حکومت له دوه میاشتو راهیسې د افغانانو د ویزو د تمدید پروسه هم بنده کړې ده او اوس زرګونه افغانان د نیول کېدو او جبري ایستلو له ګواښ سره مخ دي.
په اسلام آباد کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو هم مهاله، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له پاکستان څخه غوښتي، څو په ملګرو ملتونو کې د ثبت شویو افغان کډوالو د ایستلو پروسه ودروي او د دوی د اوسېدو د کارتونو موده وغځوي. د دې سازمان په خبرپاڼه کې راغلې دي، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل به، د ښځو او نجونو په ګډون زرګونه کسان له جدي ټولنیزو، تعلیمي او تحصیلي زیانونو سره مخ کړي.
د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال، فرحان حق، وايي: «د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ داسې راپورونه ترلاسه کړي دي چې افغانان په ټول پاکستان کې تر نیول کېدو ورسته، توقیف کېږي، او حتی د “پياوآر” کارت لرونکي کډوال هم په دې ډله کې شامل دي. د کډوالو جبري ستنول د بشرپالنې له اصولو او د جبري نه ستنېدنې له اصل سره په ټکر کې دي. موږ د هغو ښځو او نجونو په اړه اندېښنه لرو، چې افغانستان ته تر ستنېدو وروسته له ټولنیزو زیانونو او د زدهکړې له محرومیت سره مخ کېږي.»
دا اندښنې داسې حال دي، چې له دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په یوه راپور کې منلې وه، چې طالبانو له ایران او پاکستان څخه د پخوانیو افغان پوځیانو په ګډون یو شمېر راستنېدونکي شکنجه کوي. ورته مهال، د بشري حقونو یو شمېر فعالان له کډوالو سره د پاکستان پر چلند نیوکه کوي او له امنیتي او د بشري حقونو له پلوه، افغانستان ته د کډوالو د ستنولو له پایلو خبردارۍ ورکوي.
پاکستان مخکې له دې اعلان کړی، چې په ملګرو ملتونو کې ثبت یا د “پياوآر” کارت لرونکي افغان کډوالو د ایستلو بهیر یې پیل کړی دی، او دغه پروسه د دې هېواد په کویټه، لاهور، اسلام آباد، راولپنډۍ او پنجاب ښارونو کې په چټکۍ سره روانه ده.
د راپورونو له مخې، په پاکستان کې یو اعشاریه څلور میلیونه افغانان له ملګرو ملتونو سره ثبت او راجستر دي او د دغو کډوالو د ایستلو د لړۍ په عملي کېدو سره، دغه شمېر افغانان به افغانستان ته ستانه شي. هغه اقدام، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په وینا، د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې به یو نوی ناورین رامنځته کړي.
