Uncategorized @ps د طالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه

د طالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه؛ ښځې وایي ژوند ورته سخت شوی دی

تر نهو ورځو پورې به د طالبانو واکمني څلور کلنه شي. خو یو شمېر ښځې چې په دې موده کې یې خپلې دندې له لاسه ورکړې او اوس کور ناستې شوې دي وايي چې ژوند د دوی لپاره تر بل هر وخت سخت شوی دی، او دوی لاهم د ښو ورځو هیله لري.

په دې راپور کې، مو د یوې اداري کارکوونکې او دوو ښځینه خدماتي کارکوونکو سره خبرې کړې چې په دې وروستیو کې له دندو ګوښه شوې دي.

دوی د خپلو اقتصادي ننګونو، رواني فشارونو او کار ته د بیرته راستنیدو د هیلو په اړه خبرې کوي.

مریم، د هرات پوهنتون د یوه پوهنځي پخوانۍ کارکوونکې وه، چې د ښځینه پوستونو د کمولو وروسته له خپلې دندې ګوښه شوې ده. هغې چې له کلونو راهیسې په اکاډمیک چاپیریال کې فعالت کاوه، خو اوس اړه شوې چې خپلې ټولې شتمنۍ وپلوري ترڅو د خپلو ژوند اړتیاوې پوره کړي.

مریم وايي چې د خپلې دندې له لاسه ورکولو وروسته یې هرڅه وپلورل، حتی هغه زیورات چې د خپلې حکومتي دندې په کلونو کې یې ترلاسه کړي وو، او د غواګانو یو کوچنی فارم یې پیل کړ؛ د اقتصادي او کاري ملاتړ په نشتوالي کې د فقر او لوږې څخه د خلاصون هڅه.

مریم وايي: «زه مخکې د پوهنتون کارکوونکې وم. کله چې طالبان راغلل، د دوی د سخت‌دریځی له امله مې نور اجازه نه لرله چې خپل کار ته ولاړه شم. د لوږې د مخنیوي لپاره مې ټول هغه زیورونه چې د ماموریت پر مهال مې اخیستي وو، وپلورل او د غواګانو یو فارم مې جوړه کړه. اوس، الحمدالله، زموږ کار او بار ښه روان دی.»

د مریم کیسه د سلګونو لوستو ښځو یوه بیلګه ده چې په وروستیو کلونو کې له پامه غورځول شوې دي، خو له ستونزو سره سره، هڅه کوي چې بیا د ودریدو لپاره لاره ومومي.

ملکه او د هغې مور دواړه د هرات ښار په یوه دولتي دفتر کې د خدماتي کارکوونکو په توګه په کار بوختې وې، خو طالبانو دوی هم له خپلو دندو ګوښه کړلې. دا دوه ښځې اوس بې کاره دي او د طبي لګښتونو او خوړو په ګډون د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مبارزه کوي.

ملکه وايي: «زه دومره ناروغه یم چې پرون شپه تازه له روغتون څخه رخصت شوم. مېړه مې شپږ لکه افغانۍ پور لري. ټولو ته معلومه ده چې زموږ د ژوند وضعیت هېڅ ښه نه دی.»

د طالبانو پرله پسې فرمانونو چې ښځې په دولتي ادارو او یو شمیر خصوصي برخو کې له کار کولو منع کوي، په ټول افغانستان کې زرګونه دندې لرونکې ښځې بې کارۍ او جبري انزوا ته کش کړې دي.

د ښځو لپاره د بدیل کاري فرصتونو نږدې نه شتون او ټولنیز محدودیتونه ورځ تر بلې سختیږي، ډیری دا ښځې د معیشتي بحرانونو، رواني فشارونو او ټولنیزې انزوا سره لاس او ګرېوان دي.