لویدیځه اسیا

ایران هغه کس اعدام کړ چې د یوه اټومي ساینسپوه په اړه یې اسراییلو ته معلومات ورکړي وو

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد حکومت د چهارشنبې په ورځ هغه کس اعدام کړ چې د اسراییلو لپاره د جاسوسۍ او د یوه اټومي ساینسپوه په اړه د معلوماتو لېږلو په تور محکوم شوی و.

د قضاییه قوې د خبري آژانس «میزان» د راپور له مخې، دغه سړی، چې نوم یې روزبه وادي و، د ایران په یوه «مهمه او حساسې اداره» کې کار کاوه خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

سږ کال د اسراییلو لپاره د جاسوسۍ په تور د ایراني وګړو د اعدامونو شمېر ډېر زیات شوی، او په وروستیو میاشتو کې لږ تر لږه اته تنه اعدام شوي دي.

راپور زیاتوي چې وادي «د هېواد د کورني او بهرني امنیت پر ضد پراخ جرمونه کړي، چې له امله یې د عامه نظم سخت ګډوډ شوی دی.»

اسراییل د جون په میاشت کې د ۱۲ ورځو هوایي بریدونه ترسره کړل، چې د ایران لوړ پوړي جنرالان او اټومي ساینسپوهان یې په نښه کړل. ایران بیا په غبرګون کې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.