روغتیا

وزګارتیا پر رواني ناروغیو د هېواد د ځوانانو د اخته کېدو لامل

هېواد کې له وروستیو بدلونونو وروسته د وزګارو شمېر زیات شو او بېوزلي هم په ټولنه کې پراخه شوه. رامنځته شویو شرایطو د خلکو پر روان ناوړه اغېزه وکړه او د هېواد زیات شمېر وګړي یې له رواني ستونزو سره مخ کړل.

کابل کې د روانۍ روغتیا یوه روغتون ته ولاړو ترڅو له ناروغانو سره له نږدې خبرې وکړو او د دغه روغتون د ناروغانو د شمېرو په اړه معلومات ترلاسه کړو؛ خو د دغه بنسټ مسوولان خبرواترو ته حاضر نه شول.

روغتون کې یو ځوان ګرځېد او یوه منځنۍ عمر لرونکې مېرمن ورسره وه. لوړ ځوان و او له خپګانه ډکه څېره یې لرله. له څېرې یې ښکارېدل چې په ژوند کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

متین په کابل کې ژوند کوي، هغه چې کرار کرار غږېږي مخکې یې په یوه خصوصي شرکت کې د کارکوونکي په توګه دنده لرله؛ خو د طالبانو له راتګ سره یې خپله دنده له لاسه ورکړې ده.

متین چې د لس کسیزې کورنۍ سرپرست دی، په وینا یې یو کال کېږي چې وزګار شوی دی او همدا یې د رواني ستونزو لامل ګرځېدلی.

متین په خواشینۍ سره د خپلې وزګارۍ ترخه کیسه پیلوي او څو ځله دا جمله تکراروي: «ما په پوره توان کار کاوه ترڅو کورنۍ مې په هوساینې ژوند وکړي. کله چې بېکاره شوم د ژوندانه شرایط راته ستونزمن شول ستونزې ورځ تر بلې زیاتېدې ترې دې چې ناروغ شوم. اوس که درمل کاروم ښه یم؛ خو که د درملو اغېز له منځه ولاړه شي خواشینی کېږم.»

د له لاسه تللو هیلو په اړه اندېښنه

ناظمه خواجه‌زاده په کابل کې ژوند کوي هغې د تېر کال له بدلونونو مخکې په یوه بهرنۍ موسسه کار کاوه؛ خو د جمهوریت له سقوط سره له ټولو فعالیتونو لیرې پاتې شوه او دغه بهیر یې پر ژوند ناوړه اغېزه کړې ده. اوس د دې په وینا ”ګنګسه، زړه تنګۍ او خواشینې” شوې ده.

اغلې خواجه‌زاده د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي: «د طالبانو ادارې له راتلو سره مې نه یوازې خپله رسمي دنده له لاسه ورکړه، بلکې د طالبانو له خوا د ښځو پر ټولنیزو فعالیتونو هم محدودیتونه لګول شوي چې پر ما یې ناوړه اغېزه وکړه. اوس زه په یوه خونه کې د زنداني په څېر یم او په ژوند کې ټولې هغې موخې مې چې لرلې ترې پاتې شوې یم.»

هغې په دوام کې زیاته کړه: «غوښتل مې د ښځو د ملاتړ لپاره یو بنسټ جوړ کړم او ځان بسیا او خپلواکه ښځه ووسم؛ خو دغه ټولو هیلې له خاورو سره خاورې شوې. له یوې خوا اوس له اقتصادي ستونزو سره مخ یم؛ داسې حال چې د جمهوریت پر مهال مې دنده لرله او له مالي خپلواکۍ برخمنه وم. دغو ټولو موردونو پر ما اغېزه کړې ده.»

واک ته د طالبانو له رسېدو سره د ټولنې ځینې قشرونه لکه: ښځې، نجونې، خبریالان او د مدني ټولنې فعالان له راغلي وضعیته ترټولو زیات زیانمن شول.

داوود طنین چې د جمهوریت پرمهال خبریال و اوس یې خپله دنده له لاسه ورکړې ده.

هغه وایي: «د افغانستان ټولنې د غړي په توګه په ژوند کې له بې برخلیکۍ سره مخ شوی یم. زما د ټولنیزو اړیکو او د فعالیتونو کمېدل د دې لامل شوي چې په ټولنه خپله انرژي او هغه څه چې لرم خدمت ته وړاندې نه شم کړای، دا د یوه ځوان لپاره چې خپلې ټولنې ته د خدمت هیله او لېوالتیا لري لوی رنځ دی.»

د مخکیني حکومت د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې ۴۶ سلنه افغانان رواني روغتیا نه لري؛ هغه شمېرې چې هرومروه زیاتې شوې دي؛ که څه هم کره شمېرې په لاس کې نشته.

وزګارتیا د رواني ستونزو د رامنځته کېدو مهم لامل

شرف‌الدین عظیمي هېواد کې د رواني ناروغیو یو فعال ډاکتر دی. هغه وزګارتیا په خلکو په ځانګړې توګه په ځوانانو کې د رواني ستونزو د رامنځته کېدو مهم عامل ګڼي او باوري دي: «څومره چې وزګاري زیاتېږي فکري بوختیا هم په هماغه کچه زیاتېږي کس د لا زیاتو خلکو د خبرو په اړه فکر کوي او دا د دې لامل کېږي چې ذهن د اندېښنې پر ۲۴ ساعته ماشین بدل شي او په پایله کې ذهن د انسان له کنټرول څخه وځي او خلک له رواني ستونزو سره مخ کېږي.»

عظیمي زیاتوي، چې په دې وروستیو کې د هغو کسانو شمېر چې د مشورې اخیستو لپاره ورځي د پخوا په پرتله دوه برابره زیات شوی چې ترټولو مهم لامل یې په ټولنه کې د “بېوزلۍ او وزګارۍ” زیاتوالی دی.

د رواني ناروغیو دغه ډاکتر دوام ورکړ: «کله چې یو کس ویني ماشومان یې په کور کې ډوډۍ نه لري او پر خوارځواکۍ اخته کېږي یا له لوږې کړېږي له روحي ستونزو سره مخ کېږي او ان په ځینو مواردو کې پر ځانوژنې لاس پورې کوي.»

هغه پر رواني ناروغیو له اخته کېدو د مخنیوي لپاره وایي، چې ځوانانو ته باید ورځنۍ مهال وېش برابر شي او هغوی داسې کارونه وکړي چې کمه ګټه ولري ترڅو د بوختیا په مرسته له اندېښنو او ځورونکو فکرونو لیرې پاتې شي.

د کورونا دوامدارې څپې او د جمهوریت سقوط هغه موارد دي چې په تېرو دوو کلونو کې یې د افغانانو پر ژوند ګڼې منفي اغېزې وکړې. زیاتو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې او اوس څو میاشتې کېږي چې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.