له پکتیکا ولایت څخه سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې یو کس د یوې ښځې په ګډون د یوې کورنۍ دوه تنه وژلي او څلور تنه نور چې پکې ماشومانو او ښځې هم شاملې دي، په شدید ډول ټپیان کړي دي.
سرچینو چهار شنبه د چنګاښ په ۱۸مه وویل، چې یاده پېښه تېره شپه د یحیی خېلو ولسوالۍ اړوند په ګوډلو کلي کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاتوي، چې یادې کورنۍ یوه ښځه او سړی وژل شوي، په ټپیانو کې دوه ماشومان، یوه ښځه او یو سړی شامل دي.
د سرچینو په وینا، په وژل شویو او ټپیان شویو کسان کې ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
سرچینې همداراز وايي، چې یاد کسان د چاړو په واسطه په خپل کور کې وهل شوي دي.
تراوسه د پېښې علت او اننګیزه معلومه نه ده او نه طالبانو په دې اړه څه ویلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې امنیتي پېښې، غلاوې او تښتونې زیاتې شوي دي.
