بشري حقوق

سرچینې: خوست کې یو پنځلس کلن هلک ځان وژنه کړې

له خوست ولایت څخه ځايي سرچینې آمو ته وايي، چې په دغه ولایت کې یو پنځلس کلن هلک د زهرو خوړلو په وسیله ځان وژنه کړې ده.

سرچینو چهارشنبه د چنګاښ په ۱۸مه وویل، چې یاده پېښه نن د نادر شاه کوټ په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاتوي، چې دغه هلک د یادې سیمې په ښوونځي کې د لسم ټولګي زده کوونکی و.

د سرچینو په وینا، د یاد کوچني هلک د ځان وژنې علت او انګیزه معلومه نه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي دي.