د آمو پښتو خبرونه ویډیوګانې

د ۱۴۰۴ د چنګاښ ۱۸ – د ۸ بجو خبرونه

د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار بنسټ په ګډون، د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو ملاتړو بنسټونو، د جرمونو د نړیوالې محکمې له لوري د طالبانو د مشر او د سترې محکمې د رییس د نیولو له حکم څخه هرکلۍ کړی دی.

دغو بنسټونو د جرمونو د نړیوالې محکمې دغه اقدام، د عدالت د پلي کېدو او د جنسیتي آپارټایډ پر وړاندې د حساب ورکونې حیاتي ګام بللی دی.

ورته مهال، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ هم د دغه اقدام په غبرګون کې ویلي، چې د جزا نړیوالې محکمې؛ افغانو ښځو او نجونو ته د عدالت په تامین کې یو مهم ګام پورته کړی دی.

له بلې خوا، د هېواد یو شمېر اوسېدونکي هم د طالبانو د مشر د نیولو له حکم څخه هرکلۍ کوي او وایي، چې دا د افغان ولس د غوښتنو د پلي کېدو په برخه کې یو عادلانه اقدام دی.