طالبانو په فاریاب ولایت کې یو تن د «الکولي مشروباتو د انتقال» په عام محضر کې په دورو وهلی دی.
د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کس یې ۳۹ دورې وهلی او په دوه کاله بند محکوم کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د دغه سړي د بدني سزا پر مهال، د طالبانو یو شمېر سیمهییزو مسوولینو او د فاریاب اوسېدونکو هم ګډون کړی و.
طالبانو تر دې مخکې هم، تېره ورځ، څلور کسان په دورو وهلي وو چې درې یې په کابل او یو په کاپیسا کې وو.
د هېواد یو شمېر اوسېدونکي او د بشري حقونو فعالان د طالبانو پر سختدریځې تګلارې نیوکه کوي او وایي چې د خلکو د دورو د بشر د حقونو ښکاره سرغړونه ده.
یو شمېر هېوادوال ټینګار کوي چې طالبان شریعت د خلکو د ځپلو او واک د ساتلو لپاره د وسیلې په توګه کاروي.
تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي د افغانستان په اړه په خپل وروستي راپور کې د طالبانو له لوري د خلکو د بدني سزا غندنه کړې، او ویلي یې دي چې ښځې او نارینه د طالبانو له خوا پرته له کافي اسنادو او له عادلانه محاکمې سزا کېږي؛ کومه پدیده چې تر ډېره ښځې او نجونې قرباني کوي.
