ښځې

افغان فعالانې: په هېواد کې د ښځو محدودیتونه باید د «جنسیتي اپارتاید» په توګه وپېژندل شي

عکس از نشست «به تبعیض جنسیتی پایان دهید» در کالیفورنیای امریکا

د ښځو یو شمېر فعالانو او د بشري حقونو مدافعینو د «جنسیتي تبعیض پای ته ورسوئ» سرلیک لاندې غونډه کې چې د افغان امریکایي ټولنې لخوا د کالیفورنیا په سکرمنټو ښار کې جوړه شوې وه وویل چې د افغان ښځو په حقونو باندې اوسني محدودیتونه باید د “جنسیتي اپارتاید” په توګه وپېژندل شي.

د غونډې د اعلامیې پر بنسټ ویناوالو په افغانستان کې د ښځو وضعیت د اندیښنې وړ وباله او ویې ویل چې د ټولو نړیوالو معیارونو سره سم د ښځو د طبیعي حقونو څخه محدودول «جنسیتي اپارتاید» دی.

د نړیوالو اړیکو او بشري حقونو کارپوه ملک ستیز په دې غونډه کې وویل چې د طالبانو اوسنی جوړښت، د دې ډلې مشرتابه په شمول، فتوا ورکوونکي او ستره محکمه یې، ټول په افغانستان کې د ښځو په ضد عمل کوي.

هغه د محدودیت او اپارتاید اصطلاحاتو ترمنځ توپیر په ګوته کولو سره څرګنده کړه چې اوسني شرایط یوازې په ښځو محدودول نه بلکې د طالبانو لخوا «جنسيتي اپارتاید» دی.

له بل لوري په غونډه کې ګډونوالو ښځو وویل چې افغان وګړي باید د ښځو د وضعیت د ښه کولو او د طالبانو د جنسیتي تبعیض د پای ته رسولو لپاره په ګډه کار وکړي.

د افغان ښځو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ استازې رینا امیري وویل: «په بهر کې افغانان د افغان ټولنې قوي استازي دي او هېڅکله د بشري حقونو لپاره په مبارزه کې ناهیلي شوي نه دي.»

نوموړې له افغانانو وغوښتل چې د افغانستان د وضعیت په اړه د نورۍ نړۍ د خبرولو لپاره خپل غږ وکاروي.

د مېرمن امیري په وینا هرڅوک باید د افغانستان د ښځو سره ودریږي او د افغانستان شرایط نه یوازې یوه تراژیدي، بلکې «د بشریت پر وړاندې جرمونه» هم بولي. هغې د هغو ښځو د غږونو د ملاتړ غوښتنه وکړه چې دا مهال په افغانستان کې د طالبانو د «جنسیتي اپارتاید» تر واکمنۍ لاندې ستونزمن ژوند تېروي.

اغلې رینا امیري زیاته کړې چې نړیواله ټولنه باید طالبان په افغانستان کې د ټولو اوسنیو «جرمونو» مسؤول وګڼي او هغوی دې دېته اړ باسي چې حساب ورکړي.

خو د افغان امریکایي ټولنې مشر سټیف فاریابي د سنا په ګډون د امریکا په ادارو غږ وکړ چې طالبانو ته د مشروعیت ورکولو څخه ډډه وکړي او د اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره د افغان ښځو سره د مرستې لپاره کار وکړي.

هغه له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو او امنیت شورا څخه وغوښتل چې د افغان ښځو قوي ملاتړ وکړي او ټینګار یې وکړ چې طالبان باید په هېڅ حالت کې په رسمیت ونه پیژندل شي.

ښاغلي فاریابي ویلي د امریکا کانګرس باید طالبانو ته هر ډول مرستې ودروي او له دې ډلې سره له اړیکو ډډه وکړي.

په دې غونډه کې چې په لویه کچه د ښځو لخوا تنظیم شوې وه افغان نجونو چې افغاني جامې یې پر تن وې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې مادې ولوستلې. په غونډه کې د (ماس- اېس لېس اېف) اجرایوي رییسې ډاکټر ګلشن یوسفزۍ د ښځو د حقونو فعالې حسینه جلال، د ښځو د حقونو فعالې میترا مهران، د کډوالۍ وکیلې او د حقوقي شرکت بنسټ ایښودونکې سپوژمي ناصري او د ښځو د حقونو فعالې بلقیس احمدي هم خبرې وکړې.

د یادونې وړ ده چې د افغان-امېریکن  ټولنه په ۱۹۹۸ کال کې د طالبانو د لومړۍ دورې پر مهال جوړه شوې او د بشري حقونو  په ځانګړې توګه د ښځو او افغان کډوالو د حقونو د ملاتړ لپاره کار کوي.

د دې سازمان په باور د دوی اصلي هدف په اوسنیو شرایطو کې په افغانستان کې د طالبانو د جنسیتي تبعیض سره د مبارزې لپاره د مختلفو بهرنیو سازمانونو ترمنځ همغږي رامینځته کول او د افغان نجونو او ښځو د زده کړو لپاره زمینه برابرول دي.