افغانستان

عباس ستانکزی له ۸۸ ورځني غیابت وروسته لا هم له سترګو پټ دی

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستیال، شیرمحمد عباس ستانکزي، غیابت اتیایمې ورځې ته ورسېده.

په دې موده کې، د طالبانو په غونډو یا رسمي مناسبتونو کې د نوموړي هېڅ کوم انځور نه دی خپور شوی او دا غیابت لا هم له ابهامه ډک ګڼل کېږي. سربېره پر دې، که څه هم هېواد ته د سراج الدين حقاني د بېرته راګرځېدو ۲۴ ورځې تېرې شوي، خو د کورنیو چارو په وزارت کې د هغه د حضور اوپه غونډو کې د خبرو انځور هم نه دی خپور شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د اختر په لومړۍ ورځ، د طالبانو مشر وویل چې له نافرمانۍ څخه وېره لري، او خبرداری یې ورکړ چې اختلافات به د کورنۍ جګړې لامل شي. خو هم مهاله، په کابل کې د طالبانو مشرانو یوازې د څو سوه متره په واټن، په ارګ او سپېدار ماڼۍ کې د اختر جلا جلا لمونځونه ادا کړل.

د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد د ۱۴۰۳ لمریز کال د مرغومې ۱۸مه وویل: «د ښاغلي ستانکزي د کور یوه برخه په دوبۍ کې ده. له وړاندې هلته پاتې دي. د استراحت لپاره کله نا کله سفرونه کوي. دا وروستی سفر یې هم د هغو سفرونو یوه برخه ده.»

سربېره پر ستانکزي، د تېر کال د مرغومې میاشتې له پیل څخه تر اوسه پورې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني غیابت هم یو له خبر جوړوونکو موضوعاتو څخه و. که څه هم هغه د کب میاشتې په ۲۴مه، وروسته له ۵۲ ورځو غیابت، په خوست کې په یوه جومات کې راښکاره شو، خو بیا هم په تېرو ۲۴ ورځو کې نوموړی د کورنیو چارو وزارت ته نه دی ستون شوی او په دې وزارت کې د هغه د حضور کوم انځور هم تر اوسه نه دی خپور شوی. دا دواړه غیبتونه په داسې حال کې دي چې د اختر په لومړۍ ورځ د طالبانو مشر وویل چې هغه له نافرمانۍ څخه ډار لري او خبرداری یې ورکړ چې ښايي دا نافرماني د جګړې لامل شي.

د طالبانو مشر، هبت‌الله اخوندزاده د ۱۴۰۴ لمریز کال د وري ۱۰مه وویل: «ټولنه جوړه شوې ده. رهبر لري. نظم راغلی دی. اوس چې د مشر له لوري حکم وشو، اطاعت وکړئ. که اطاعت ونه کړئ، یو یوه خوا ته ځئ او بل په بله خوا. چې دا کار به د جګړې لامل شي لکه د تېر په څېر.»

په داسې حال کې چې د طالبانو مشر په کندهار کې د اطاعت او د طالبانو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ ټينګار کوي، په کابل کې د اختر په لومړۍ ورځ، د طالبانو چارواکو یوازې د څو سوه متره په واټن په ارګ او سپېدار ماڼۍ کې په جلا جلا توګه د اختر لمونځ ادا کړ. په سپیدار کې عبدالکبیر چې د سرچینو په وینا د حقاني ډلې ملاتړ له ځانه سره لري، او په ارګ کې هم د عبدالغني برادر مشرۍ.

له دې تولو سره، د طالبانو ویاند تل ادعا کړې چې د طالبانو ترمنځ هیڅ اختلاف نشته، خو په خبره یې د نظر اختلاف یوه معمولي خبره ده. بلخوا باوري سرچینې ټینګار کوي چې لږ تر لږه که د طالبانو د چارواکو دریځونه او کړنې چې په تېرو پنځو میاشتو کې ترسره شوې دي، سره پرتله شي، نو د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو ژوروالی چې د دوی په وینا د واک په انحصار پورې تړاو لري، له ورایه به راښکاره شي.