افغانستان

د ایران مشر د افغانستان سره د اعظمي تعامل فرمان صادر کړ

آیت الله خامنه‌ يي د ایران مذهبي مشر

په بلخ ولایت کې د ایران سرکونسل، علي رضا احمدي، وايي چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌اي د افغانستان سره د اعظمي تعامل فرمان ورکړی دی.

د ایرانی رسنیو په حواله نوموړي دا څرګندونې د شنبې په ورځ، (د سلواغې ۲۰مه) د مزارشریف ښار کې یوې خبري ناستې ته وکړې.

ښاغلي احمدي وویل: «د ایران د اسلامي جمهوریت مشر د افغانستان د ملت سره د اعظمي تعامل سیاست غوره کړی او باور لري چې د سیمې ستونزې باید د همدغو هېوادونو لخوا حل شي.»

د ایران سرقونسل زیاتوي، چې هېواد یې د خپلو سیاستونو او تګلارو پر بنسټ، له هر هغه اقدام څخه ملاتړ کوي چې د سولې او ثبات په ټینګېدو کې مرسته وکړي.

احمدي وړاندې ویلي: «له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پراخوالی د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره لومړیتوب لري، او په دې برخه کې هڅې روانې دي، څو ژر تر ژره یو تجارتي نندارتون جوړ شي.»

نوموړي همداراز وویل، چې ایران د اسلامي انقلاب وروسته، چې د روح‌الله خمیني په مشرۍ ترسره شو، د ټیکنالوژۍ، د ښځو او نارینه‌وو زده‌کړې، اقتصاد، د ښځو او لږکیو حقوق، سولې، سیمه‌ییزې همغږۍ، او د ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو په برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.

د ایران د بلخ سرقونسل وویل: «نړیواله بیداري، د بهرني سلطې نه منل، مقاومت او استقامت د ایران د اسلامي انقلاب پیغام او درس دی، چې د بې‌وزلو او اسلامي هېوادونو لپاره مهم پیغام لري.»

د یادونې وړ ده، چې ایران د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه دی، چې له طالبانو سره اوږدمهاله اړیکې لري، او دا اړیکې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پراخې شوې دي.

که څه هم ایران د طالبانو د نړیوال رسمیت پېژندلو لپاره د «لابي» کوونکو اسلامي هېوادونو له ډلې ګڼل کېږي، خو تر دې دمه یې طالبان په رسميت نه دي پېژندلي.