ملګري ملتونه ویلي چې د دې سازمان د بندیزونو کمېټې، د ۱۹۸۸م پرېکړه لیک له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د سفر بندیز ته معافیت ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د خبرپاڼې پر بنسټ، دا معافیت د ۲۰۲۵زيږديز کال د جنورۍ له ۲۳مې څخه د فبرورۍ تر ۳مې پورې اعتبار لري، او موخه یې سعودي عربستان ته د نوموړي سفر د عمرې د مراسمو د ادا کولو لپاره بلل شوې ده.
خو راپورونه ښيي چې سراجالدین حقاني د عربستان تر سفر وړاندې متحده عربي اماراتو ته تللی دی. باخبره سرچينو آمو ته ویلي چې نوموړی لا هم له ۱۳ ورځو راهیسې افغانستان ته نهدی راستون شوی.
یوې بلې سرچینې آمو ته ویلي چې امکان لري نوموړي د عمرې د ادا کولو لپاره عربستان ته تللى وي.
په خبرپاڼه کې همداراز د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او نورمحمد ثاقب د سفرونو لپاره هم د معافیتونو یادونه شوې ده. د ملګرو ملتونو بندیزونو کمېټې د دې دوو طالب چارواکو لپاره هم د ۱۹۸۸م پرېکړه لیک له مخې معافیتونه ورکړي دي.
دا په روان کال کې دویم ځل دی چې سراجالدین حقاني متحده عربي اماراتو ته او بیا سعودي عربستان ته سفر کوي، دا سفر د ملګرو ملتونو د معافیت له مخې ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې سراجالدین حقاني، امیرخان متقي، او یو شمېر نور طالب مشران لا هم د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي او د دې سازمان د پرېکړه لیکونو له مخې، په عمومي ډول د افغانستان څخه بهر سفر نشي کولای.