د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش اداره (سیګار) وايي، چې طالبان په زور او نورو بېلابېلو لارو څخه په ګټې اخیستنې سره نړیوالې مرستې انحرافوي، د لږکیو ټولنو ته د مرستو د ترلاسه کولو مخه نیسي او ښایي د ملګرو ملتونو له چارواکو سره د رشوت د «ترلاسه کولو په موخه جوړجاړی» وکړي.
سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي چې دا موندنې د شاوخوا ۹۰ اوسنیو او پخوانیو امریکايي چارواکو او د ملګرو ملتونو د چارواکو د معلوماتو پر بنسټ دي.
په راپور کې راغلي چې په دغو سرچینو کې یو شمېر هغه افغانان هم شامل دي چې په خپله دننه په افغانستان کې ژوند کوي.
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش په راپور کې ویل شوي: «سیګار موندلې چې په افغانستان کې طالبان له هر هغه وسیلې څخه چې په واک کې لري –د زور په ګډون– کار اخلي، څو ډاډ ترلاسه کړي چې مرستې هغه ځای ته ورسېږي چې دوی یې غواړي، نه هغه ځای ته چې مرسته کوونکي یې نیت لري.»
د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې حمدالله فطرت، د طالبانو د ویاند مرستیال، دا تورونه رد کړي دي. هغه ویلي چې نړیوالې مرستې په خپلواکه توګه په افغانستان کې وېشل کېږي او دولتي ادارې «د شفافیت د تضمین» او د انحراف د مخنیوي لپاره همکاري کوي.
خو سیګار اعلان کړی چې د یوې افغانې مرستندویه ادارې یو کارکوونکی، چې د دغه راپور په چمتو کولو کې یې برخه لرله، د طالبانو یوې پوځي روزنیزې اډې ته د خوراکي مرستو د انحراف د افشا کولو له امله، وژل شوی دی. دغه اداره نه ده توانېدلې تایید کړي چې د دې پېښې مسؤل څوک و.
ملګرو ملتونو تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په راپور کې همدارنګه راغلي چې نړیوالو مرسته کوونکو له اګسټ ۲۰۲۱ – کله چې طالبانو افغانستان ونیو – تر اپرېل ۲۰۲۵ پورې – چې د ټرمپ حکومت د امریکا ډېری مرستې پای ته ورسولې – ۱۰.۷۲ میلیارد ډالر مرستې کړي دي، چې له دې ډلې ۳.۸۳ میلیارد ډالر د امریکا له خوا ورکړل شوي دي.
راپور زیاتوي چې طالبانو د زور او څار ځواک تر څنګ له نورو وسایلو څخه هم د مرستو د کنټرول لپاره ګټه اخیستې ده.
په راپور کې ویل شوي چې سیګار د مرکې له ګډونوالو څخه دا ادعاوې هم اورېدلې چې د ملګرو ملتونو چارواکو له شرکتونو او مرستندویو ډلو څخه د قراردادونو په بدل کې د رشوت غوښتنه کړې ده.
سیګار ټینګار کړی چې د طالبانو چارواکي ښایي «د ملګرو ملتونو له چارواکو سره جوړجاړی وکړي څو د دې ادارې له قرارداديانو څخه رشوت واخلي او بیا ترلاسه شوې ګټه سره ووېشي».
