طالبانو د خپلې واکمنۍ د څلورم کال د پوره کېدو هم مهاله، کندهار کې د کابینې څلورمه غونډه ترسره کړه.
د طالبانو ویاندویانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلې دي، چې د طالبانو د کابینې په څلورمه ناسته کې چې د طالبانو د مشر هبت الله آخندزاده په مشرۍ جوړه شوې وه، د دیني مدرسو پر پراختیا او څارنې او همداراز د طالبانو په تعبیر د شرعي نظام پر تطبیق ټینګار شوی دی، خو په دغه اعلامیه کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو پرانیستلو، د ښځو د وضعیت ښه والي، اقتصادي ناورین او د مخ پر زیاتېدونکي بې کارۍ ته هېڅ ډول اشاره نه ده شوې.
له دې سره هم مهاله، د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ خبردارۍ ورکړی، چې طالبانو د نړیوالو غوښتنو له پامه غورځولو سره، د ځپلو سیاست ته دوام ورکړی دی.
