له بدخشان ولایت څخه ځايي سرچینې آمو ته وایي چې د دغه ولایت په مرکز، فیضآباد ښار کې د ټرافیکي پېښې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سرچینو په وینا، دا پېښه پرون د چهارشنبې په ورځ، د فیضآباد هوایي ډګر پر لور په غځېدلي سړک کې رامنځته شوې ده.
د مړ شوي کس نوم «پهلوان محمد یاسین» و او د دې ولایت د کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکی و.
سرچینې زیاتوي چې محمد یاسین د بدخشان د کورش/کشتي له ځايي ورزشکارانو څخه و چې په وروستیو کلونو کې یې د مدالونو او د اتلولۍ جامونو په ګټلو د دې ولایت د محلي ورزش مینهوال خپل ځان ته راجلب کړي وو.
یاده پېښه په داسې حال کې شوې ده چې هر کال لسګونه کسان په افغانستان کې د ترافیکي پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
