طالبانو د هرات د پاشدان بند د پنجشنبې په ورځ د دوی د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په حضور کې پرانیست.
دغه بند د هرات ښار څخه شاوخوا ۲۵ کیلومتره شمال ختیځ کې، د کرخ ولسوالۍ کې موقعیت لري.
د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزیر، عبداللطیف منصور، د بند د افتتاح په مراسمو کې ویلي چې د پاشدان د اوبو بند جوړولو لپاره ۱۱۷ میلیونه ډالر لګښت شوي چې د ملي بودیجې څخه تمویل شوی دی.
هغه زیاته کړه چې په دې بند کې شاوخوا ۵۴ میلیونه مکعب متره اوبه زیرمه کیږي، د ۱۳۰۰۰ هکتاره ځمکې د اوبولګولو لپاره به کارول کیږي او شاوخوا ۲ میګاواټه بریښنا به تولید کړي.
د یادونې وړ ده چې د دې بند د جوړولو کار په ۱۳۹۰ کال کې د پخوانۍ حکومت په دوره کې پیل شوی و او پلان شوې وه چې په درې کلونو کې بشپړ شي؛ خو د بېلابېلو لاملونو له امله یې کار په وروستیو کلونو کې ودرېد.
