د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ څخه تر مې میاشتې پورې، د بشري مرستو شریکانو لږ تر لږه ۱۰.۲ میلیونه کسانو ته مرستې برابرې کړې دي.
دغه سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په دغو کسانو کې ۱.۷ میلیونه هغه کسان شامل دي چې درې بیلابیل ډوله مرستې يې ترلاسه کړي دي.
په راپور کې راغلي: «د خوراکي مرستو ترلاسه کوونکي کسان ۷۵ سلنه (۷.۷ میلیونه) جوړوي، چې دا د خوراکي مرستو پر اهمیت او د بشري مرستو د ټولیز شمېر د اغیز ښکارندويي کوي.»
اوچا وايي، دغه مرستې د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې پورې د ۳۷۹ میلیونو ډالرو په نوې بودیجه او د ۲۰۲۴ کال پاتې بودیجې په مرسته تمویل شوی دی.
دغه سازمان زیاتوي، چې د ۲.۴۲ میلیارده ډالرو اصلي اړتیاوو څخه ۸۴ سلنه لا هم تمویل شوي نه دي.
اوچا ټینګار کوي چې د دوامداره بشري اړتیاوو او روانو ننګونو په منځ کې، د ژوند ژغورونکو مرستو وړاندې کولو توان د کافي او انعطافپذیرې بودیجې، د مالي سیستمونو د فعالیت، د مرستندویه کارکوونکو د خوندیتوب ډاډ، او داسې چاپېریال پورې تړلی دی چې اصولي بشري عمل تضمین کړي.
د اوچا په وینا، په دغه برخه کې د ښځو لپاره د مرستو لاسرسی او د افغان ښځینه بشري مرستندویه کارکوونکو لپاره د خوندي او بشپړ ګډون فرصتونه هم شامل دي.
