د هېواد پخواني ولسمشر لومړی مرستیال، امرالله صالح پر هغو افغان سیاستوالو نیوکه وکړه چې پاکستان ته یې د ازادۍ ورځ مبارکي ویلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مشر، علي میثم نظري او د ملي اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق په ګډون ځينو افغان سیاستوالو او جریانونو پاکستان ته د اګسټ ۱۴مې ورځ، چې د دغه هېواد د زېږون او استقلا ورځ ګڼل کیږي، مبارکي ویلې ده.
د مقاومت د بهرنیو اړیکو مشر پر ایکس لیکلي: «موږ، د افغانستان خلک، د خپل ورور ملت پاکستان ته د دې هېواد د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت خپلې ډېرې تودې مبارکۍ وړاندې کوو.»
د هغه په وینا، پاکستان د ستر امپراتورۍ، لکه د مغل امپراتورۍ، قانوني وارث دی.
ښاغلي میثم زیاته کړې ده: «هماغسې لکه څنګه چې د یوه هېواد ستونزې او ناامني به حتمي د بل هېواد پر حالاتو اغېزه وکړي. له همدې امله، موږ باید یو موټی ودریږو څو د هر هغه ګواښ مخه ونیسو چې زموږ د سولې او پرمختګ پر ګډ لوري خنډ جوړولی شي.»
ښاغلي محمد محقق همداراز ویلي، چې د پاکستان د خپلواکۍ اووه اویايمه کلیزه «د زړه له کومې د دې هېواد حکومت او ستر ملت ته مبارکي وایو.»
هغه ویلي چې د افغانستان خلک په دې سختو شېبو کې چې «پاکستان له نړیوال تروریزم سره لاس او ګرېوان دی، خپل دینی وروڼه ــ د پاکستان خلک ــ خپل همسنگر» بولي، د هغه په وینا، د دواړو هېوادونو د ولسونو اړیکې نه شلېدونکې دي
خو ښاغلي صالح په ځینو سیاستوالو نیوکه کړې او پر ایکس لیکلي دي: «ځینې هغه شخصیتونه او جریانونه چې تر وروستۍ شېبې پورې یې د جمهوریت څخه سیاسي، مالي او اقتصادي ګټې واخیستې، په تېرو درېیو کلونو کې یې بې له کوم دلیله ماته سپکاوی کړی او تورونه یې لګولي دي. نن چې مې ولیدل همدوی ټول د پاکستان د زېږون (استقلال) ورځ په ډېره مینه مبارکي وایي، هغه پوښتنه او معما چې زما په ذهن کې وه، حل شوه.
هغه زیاته کړې ده، که بیا کله څوک له دې ډلې څخه پر ما برید وکړ، نو باید یو ځل د هغوی د فېسبوک او ټویټر حسابونه وګورم او دا معلومه کړم چې د اګست په څوارلسمه یې څه لیکلي دي.
پاکستان هر کال د اګسټ ۱۴مه د خپل آزادی جشن او د استقلال ورځ په توګه لمانځي.
